پارون (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیوایفپي) مشر نن نورستان ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي سره یې د خلکو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې.
د دغه سازمان مشر جوناسټ له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې وویل، دغه ولایت ته یې د سفر موخه د خلکو ستونزې معلومول او د هغوی له اړتیاوو سره سمې مرستې کول دي.
په پيل کې د نورستان والي د خلکو د ژوندانه د وضعیت او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په دغه ولایت کې د سړکونو او ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دوې لویې ستونزې دي.
هغه په دغه ولایت کې وروستیو طبیعي پېښو ته په اشارې وویل چې وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولسوالیو کې لارې او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې چې له امله یې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د خوړو نړۍوال پروګرام دې په دغو او نورو برخو کې د دغه ولایت له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جوناسټ وویل، په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې له اړو کورنیو سره د نغدي بشري مرستو ترڅنګ د کرنې په برخه کې د کانالونو او استنادي دېوالونو جوړولو پلان لري.
نوموړي اندېښنه وښودله چې د یاد ولایت ښځې پر سختو کارونو بوختې دي.
هغه زیاته کړه چې د کورنیو د اقتصادي ودې په موخه به له ورسره د چرګانو د تولید فارمونو او شنو خونو جوړولو په برخو کې هم مرستې وکړي.
بل لور ته، د ودان په نوم د بشري مرستو موسسه هم په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره د مرستو خبر ورکوي.
د یادې موسسی ولایتي مسوول ډاکتر فضل نن په یوه ناسته کې- چې ولایت مقام کې جوړه شوې وه – دغه څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې دغه مرستې به د نورستان په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د اړو خلکو له په نښه کېدو وروسته ووېشل شي.
نوموړي وویل، لومړیتوب به هغو خلکو ته ورکړي چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمن شوي وي.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن