کابل (پژواک ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په اتريش کې د ويانا د غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې وايي د سياسي خبرو اترو له لارې د هېواد د ستونزو د حل په لټه کې دي، له افغانانو سره د نړۍ د مرستو د عادلانه وېش لپاره د څارنې د يوه ميکانيزم د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.
دغه غونډه د اتریش په پلازمېنه ويانا کې د يوه خصوصي انسټيټيوټ په بلنه جوړه شوې وه چې احمد مسعود او د افغانستان یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د تېر حکومت چارواکو په کې ګډون کړی وو.
د افغانستان په اړه د ويانا د دغې درې ورځنۍ غونډې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو، د خلکو د اساسي حقونو د تأمين، د خلکو د رايو پربنسټ د سياسي نظام د رامنځ ته کولو، د ملي يووالي او ټولنيز عدالت د ټينګښت په موخه له درې ورځنيو نظرياتو او بحث څخه وروسته په لاندې ټکو ټينګار کوي.
اعلاميه کې زياته شوې چې دوی د ويانا غونډه د ټولو جريانونو، ګوندونو او سياسي او مدني فعالانو ترمنځ د يوه معنا لرونکي سياسي بهیر پیل ګڼي ترڅو د يوه ګډ ليد د پراختيا او پياوړې کولو لپاره د يوه جامع سياسي جوړښت د رامنځ ته کېدو لامل شي.
سرچينه کاږي، دوی د سیاسي خبرو اترو له لارې د هېواد د ستونزې د حل په لټه کې دي او دا يو مطلوب انتخاب ګڼي او په دې لاره کې به د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې له ټولو اړينو وسایل څخه کار واخلي.
سرچينې وايي، د پورتيو ټکو د ترسره کولو لپاره دوی د ملګرو ملتونو او د سيمې او نړۍ د هېوادونو په بنسټيز رول ټينګار کوي.
اعلاميه کې زياته شوې: «مونږ د افغانستان د خلکو له مقاومت څخه د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو ملاتړ کوو. مونږ د افغان اتلو مېرمنو د تاريخي او برحقې مبارزې ملاتړ کوو.«
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت وايي، افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، امنيت ټينګ دی او څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې دريږي، باغيان دي.
دغه راز ويانا کې يو شمېر افغانانانو د يادې غونډې پر ضد او ځينو يې په پلوۍ لاريونونه وکړل او مخالفينو يې ټينګار کاوه چې جګړه د حل لار نه ده.
د ويانا د غونډې ګډونوال دغه راز وايي، دوی غواړي له ګاونډيو هېوادونو او سيمې سره د متقابل احترام، په سولهييز ډول ژوند او د يو بل په چارو کې د نه لاسوهنې پربنسټ همغږي رامنځ ته کړي. دغه راز دوی د سيمې او نړۍ له هېوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د يوه ولسواک او ملي نظام د رامنځ ته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
اعلاميه کې څرګنده شوې چې دوی په ټول افغانستان کې خلکو ته د نړۍ د مستقيمو مرستو د دوام او زياتوالي او د مرستو د عادلانه وېش لپاره د څارنې د يوه شفاف ميکانيزم د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
اعلاميه کې راغلي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په راتګ او په افغانستان کې "د سيمه ييزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو له پراخېدو سره" د سيمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې له توپير پرته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړهليکونو ته په پام سره عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په ټينګار سره وايي چې د داعش ډله ځپل شوې او په هېواد کې امنيت ټينګ دی.
د ويانا د ناستې په اعلاميه کي راغلي: «مونږ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د بشري جرمونو اسناد ثبت او خپاره کړي.»
د ویانا د غونډو ګډونوالو غوښتنه کړې چې د نجونو منځني او عالي ښوونځي پرته له دې چې په نصاب کې يې لاسوهنه وشي، ژر تر ژره پرانیستل شي.
دغه راز دوی ويلي: «د خلکو د ارادې پر بنسټ د يوه دولت د جوړولو پورې د طالبانو د رژيم د نه رسميت پېژندلو څخه د سيمهييزې او نړيوالې اجماع هرکلی کوو.»
خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې څو ځله خلکو لاريونونه وکړل او د نړۍ له هېوادونو يې وغوښتل چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.
د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د ويانا د ناستې ګډونوال بې اعتباره څېرې دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: «پر دې باندې نه غواړو غبرګون ولرو، اهميت نه لري، دا هسې څو کسان معلوم الحاله کسان دي، ملت يې پېژني، ولس يې پېژني؛ راټول شوي او موږ ته اهمیت نه لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP