Language

د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې شوې

کلات (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو دوې شبکې جوړې او سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخه‌منې شوې.

د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت‌الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو دا شبکې د سیوري ولسوالۍ په «شېله» او «خوړه» کلیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا د څه باندې ۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوې.

هغه زیاته کړه، دا شبکې د یادو شوو دواړو کلیو ۲۰۴ کورنیو ته څلورویشت ساعته د څښاک پاکې اوبه ورکوي.

د ده په خبره، مخکې د دغو کلیو اوسېدونکي - په ځانګړي ډول ماشومان - د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل چې اوس به یې دا ستونزه حل شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دغو شبکو ساتنه وکړي څو په دوامداره توګه د څښاک پاکې اوبه تر لاسه کړي.

نوموړي خبر ورکړ چې د زابل په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۸ نورو دا ډول شبکو جوړولو چارې روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

په زابل کې د څښاک اوبو شبکو جوړولو پروژو پلې کوونکې ادارې (HRDA) ولایتي مسوول انجنیر شمس‌الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د دغه ولایت په هغو سیمو کې د اوبو شبکې جوړې کړي چې خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د «شېله» او «خوړه» کلیو اوسېدونکي خوشحاله دي چې د څښاک پاکو اوبو اسانتیا ورته برابره شوې ده.

د شېله کلي اوسېدونکي معراج‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکو اوبو نشتوالي یې کورنۍ د ناروغیو له ګواښ سره مخ کړې وه، خو اوس یې دا ستونزه حل شوه.

نوموړي غوښتنه وکړه چې دولت او مرستندویه ادارې دې د څښاک اوبو د شبکو جوړولو ترڅنګ، د اوبو مهارولو کوچني بندونه هم جوړ کړي؛ ځکه کښتونه او باغونه یې د وچکالۍ له امله له وچېدو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.