Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې یوه خیریه بنسټ د بې‌وزلو کسانو د وړیا درملنې زمینه برابره کړې

کندوز ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): په کندوز ولایت کې یوه خیریه بنسټ له اړمنو سره د مرستې په موخه سلګونه کسانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړې ده.

د دغه خیریه بنسټ مسوولین وايي، د دغه پروګرام له لارې درملېدونکي ټول بې‌وزله وګړي دي چې د خپلې درملنې وس نه لري.

د یاد خیریه بنسټ مسوول احمدفواد نوري پژواک ته وویل، د دغو ناروغانو د درملنې په برخه کې د یاد ولایت یو شمېر ډاکټران او خیرخواه کسان هم له دوی سره مرسته کوي.

نوري وايي، ټول هغه ناروغان چې د درملنې زمینه یې ورته برابره کړې، لوړ عمره او کمزوري وګړي دي چې د خپلې درملنې وس نه لري.

هغه وویل: «موږ د ټولنې د یو شمېر ډېر عمره او زړو کسانو لپاره چې هېر کړل شوي وو او له بد اقتصادي او روغتیايي وضعیت سره مخ وو، د وړیا درملنې زمینه برابره کړه؛ زموږ مؤسسه په دې توانېدلې چې هره میاشت د دغو کسانو د راټولولو کمپاین وکړي، هر کمپاین کې تر سلو سپین ږيري او زاړه کسان معالجه کړو او تر اوسه مو له پنځو تر شپږ سوو کسانو درملنه کړې ده.»

نوري وايي، د کندوز د درمل پلورونکو ټولنه ورسره د درملو په برابرولو کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې، یو شمېر بې‌وزله او زاړه کسان چې له دې لارې د وړیا درملنې زمینه ورته برابره شوې، له دغه اقدامه خوښ دي.

د خیرمحمد په نوم یو ناروغ وايي: «د خپلې درملنې وس مې نه درلود، دلته راغلم او زما درملنه یې وکړه، معاینه شوم، وړیا درمل یې راکړل، زه له نورو خیرخواه کسانو غواړم چې دغه شان کارونه وکړي، خلک واقعا له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دي.»

له بلې خوا، د یاد بنسټ یوه ډاکټر شیرمحمد اتل شیرزي پژواک ته وویل: «دغه مؤسسه له بېلابېلو ځایونو څخه ناروغان راټولوي او وروسته موږ د دغو ناروغانو لپاره د وړیا معایناتو زمینه برابروو؛ موږ د معایناتو ترڅنګ هره میاشت په وړیا توګه د لسو ناروغانو عملیاتونه هم ترسره کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ګڼو کسانو له سختې بېوزلۍ او فقره شکایت کړی او د مرستو او همکارۍ غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.