ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې نوې ټرانزیټي لاره جوړېږي»

«د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې نوې ټرانزیټي لاره جوړېږي»

author avatar
18 Sep 2022 - 18:32
«د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې نوې ټرانزیټي لاره جوړېږي»
author avatar
18 Sep 2022 - 18:32

زرنج (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): په نيمروز کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي، د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه دې د افغانستان او ايران پولې ترمنځ يو نوى ترانزيټي سړک جوړ شي.

د نيمروز ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي فضل‌محمد فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل:  «دې ته په پام سره چې د ورېښمو د پله پلنوالى لږ دى او د ترانزیټي موټرو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دى؛ نو له همدې امله د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله یو بل ترانزیټي سړک جوړېږي.»

هغه زياته کړه، د بل ترانزيټي سړک له جوړېدو يې موخه د ملي سوداګرو د ستونزو کمول او د ترانزيټي وسايطو د تګ راتګ زياتېدل دي.

د نيمروز د سوداګرۍ خونې رییس حاجي عبيدالله نورزي وويل، د نيمروز د سوداګرو په وړانديز او د سرپرست حکومت په موافقه به ډېر ژر د سوداګرو د ستونزو د هواري په موخه نوې ترانزيټي لار جوړه شي.

هغه زياته کړه، د دغې سوداګریزې لارې په جوړېدو کې د ايران او افغانستان حکومت لاسوهنه نه کوي، بلکې د دغې پروژې لګښت به د نيمروز سوداګر ورکوي چې تر اوسه يې اټکل نه دى شوى.

هغه وویل: «د نیمروز پر کرښه ‎ یوازې د ورېښمو پل شته چې د موټرو شمېر هم ډېر دی او سوداګر د صادراتو او وارداتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، نو اړتیا وه چې سوداګرۍ د ودې او پر مختګ لپاره بله لاره جوړه شي.»

هغه زياته کړه، ياد سړک د ورېښمو د پله په څنډه کې په خامه ډول جوړېږي چې اوږدوالى به يې له ٣٠٠ مترو زيات وي، خو تر اوسه يې د کار د پيل وخت نه دى معلوم.

په همدې حال کې، د نيمروز ولايت يو سوداګر ظاهر رسولي په دغه ولايت کې د ايران او افغانستان ترمنځ د دويمې ترانزيټي لارې له پرانېستل کېدو‎ د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، د دويم ترانزيټي سړک په جوړېدو به د سوداګرو ستونزې کمې شي او ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د هغه په ​​وينا، له یوې لارې او سرحدي پله د خلکو، کډوالو او سوداګريزو موټرو تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.