ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د دوو کورنیو اته کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

لوګر کې د دوو کورنیو اته کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

author avatar
18 Sep 2022 - 16:22
لوګر کې د دوو کورنیو اته کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
author avatar
18 Sep 2022 - 16:22

پل‎علم (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د لوګر په خروار ولسوالي کې د یوسفزي قوم اړوند دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني- چې په کې له دواړو لورو ۹ کسان وژل شوي دي- د قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسول شوه.

د دغه ولایت د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایتي ادارې، علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب د خروار ولسوالۍ په خواجه انګور سیمه کې د «خیال‌محمد» او «محمدایوب» په مشرۍ د دوو کورنیو ترمنځ سوله وشوه او اته کلنه دښمني یې په دوستي بدله شوه.

هغه زیاته کړه، د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني کلونه مخکې د ځمکې پر سر راپورته شوې وه چې له دواړو لورو په کې ۹ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.

دی وايي، منځګړي له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل د دغو کورنیو ترمنځ چې د تره زامن هم دي، روغه وکړي او د هغوی اته کلنه دښمني هواره کړي.

د خروار ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دواړه کورنیو ترمنځ شخړه له ننه کابو ۲۰ کاله وړاندې د ځمکې پر سر راپورته شوې وه او نن د لوګر د علماوو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په منځګړتوب هواره شوه.

هغه وویل، که حکومت د کلیو، ولسوالیو او ولایتونو په کچه د علماوو او قومي مشرانو د داسې روغو جوړو او پخلاینې پروګرامونو هرکلی او ملاتړ وکړي، لرې نه ده چې په ډېرو سیمو کې به له پخوا پاتې دښمنۍ هوارې شي.

د هوارې شوې بدۍ د یوې کورنۍ غړي خیال‌محمد مشهور په کوچي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن یې د کلونو- کلونو بدي هواره شوه.

هغه زیاته کړه، د خپل تره له زوی سره د څو کلونو په بدۍ پېښمانه دی او له ټولو افغانانو غواړي چې که هر څوک له چاه سره بدي لري، د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دې هواره کړي.

ده وویل: «زه نن ډېر زیات خوښ یم چې دغه بدي هواره شوه، اوس به په ازاده ژوند وکړم، هیڅ وېره به ونه لرم، د خپل تره له زامنو سره به د دښمنۍ پر ځای دوستي وپالم او زه په دې دښمنۍ پښېمانه یم.»

همدارنګه د بلې کورنۍ مشر ایوب خان مشهور په میوند پژواک خبري اژانس ته وویل، چې مقابل لوري ته بښنه کوي او سر له ننه د دښمنۍ پر ځای دوستي ورسره وپالي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په بدۍ کې له دواړو لورو ډېر بې‌ګناه انسانان ووژل شول چې موږ سخت ورباندې پښېمانه یو او یو بل ته بښنه کوو، له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي وکړو.»

په دې ورستیو کې د لویې پکتیا په کچه په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب لسګونه بدۍ هوارې شوې او دا هڅې دوام لري.

Views: 560

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.