Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند بست پوهنتون، له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېست

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بُست پوهنتون له خوا خلک داخلي توليداتو مصرفولو ته د هڅونې په موخه له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېستل شو.

د دې نندارتون د پرانېستلو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي محمدحامد حسیب هم ګډون درلود او پژواک خبرې اژانس ته يې وویل، که په هېواد کې ځوانانو ته د کار کولو او تجارت په برخه کې د پانګه اچونې زمینه برابره شي، نو هېواد به پر خپلو پښو ودرېږي او د نورو له محتاجۍ به خلاص شي.

هلمند کې د بُست پوهتنون مؤسس احمدجان پوپل وویل: «کوم میوه جات چې زموږ په هېواد کې شتون لري که د هېواد وګړي په هره برخه کې استفاده ترې وکړي، نو هېڅکله به دوی وزګار نه شي. «

ورته مهال بیا د بُست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو زده کوونکي محمد یونس هم د داسې نندارتونونو جوړول ګټور بولي او په خبره یې خلک هڅول کېږي چې له خپلو داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.