کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): کابل کې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو له چارواکو د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه وکړه؛ چارواکو هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، خلک دې هغه کسان مسوولو ارګانونو ته وروپېژني چې د وطن ورانی غواړي.
نن په کابل کې د پنجشېر ولایت له ۲۰۰ډېرو کابل مېشتو وګړو د کابل له ولایتي چارواکو سره غونډه وکړه.
مولوي مسیحالله د پنجشېر د کابل مېشتو وګړو په استازیتوب په دې غونډه کې خبرې وکړې، ویې ویل چې د پنجشېر خلک له اسلامي نظام سره مخالفت نه لري، کېدای شي ځینې خبرې وي، ځکه تبلیغات زیات کېږي، خو د پنجشېر په خلکو «رحم او شفقت» په کار دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې په پنجشېر کې د دولت ۴۰ وسلهوال مخالفین وژل شوي او تر سلو ډېر نیول شوي دي.
مولوي مسیحالله د تبلیغاتو په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل: «د اسلام دین د ورورولۍ او مهربانۍ دین دی، د تعصب او قومیت دین نه دی… زیات تبلیغات کېږي، ځکه افغانان په خپلو منځونو کې جنګول کېږي.»
هغه زیاته کړه، د حکومت دنده داده چې «مهرباني» ولري او «بالمثل عمل ونه کړي»، بلکې په خپل رعیت باید پام ولري.
د پنجشېر اړوند یوه بل کابل مېشتي ډاکټر صدرالدین وویل: «موږ کابل ښار کې ژوند کوو، سمه ده چې ستونزې به وي، خو ځینې ستونزې په سوءتفاهمونو اوښتې؛ زموږ وړاندیز دا دی چې خودسرانه نیول بند شي.»
د ده په وینا، د کابل په هغو حوزو کې چې د پنجشېر خلک اوسي، له هغو کسانو سره دې د افهام او تفهیم لپاره د مسوولینو اړیکه سمې شي او د علماوو، ملکانو او خلکو په ګډون دې د ستونزو د حل لپاره یو کمېسیون جوړ شي.
دغهراز د غونډې یوه بل ګډونوال ملک ملا محمد وویل، له چارواوکو یې یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې عدالت پلی کړي.
د کابل والي مولوي ندامحمد ندیم غونډې ته وویل: «په دغه نظام کې هېڅوک امتیاز نه لري چې دا مسوول دی، دا د فلاني قوم دی او یا دا بل مهم کس دی… هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان په ولسونو ځان لوی وبولي.»
دی وایي، هر څوک که د هر قوم او سیمې وي چې د نظام پر وړاندې «بغاوت» کوي، اسلامي امارت مکلفیت لري چې د خلکو امن وساتي او د همدې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
هغه زیاتوي: «تاسو ته دا ډاډ درکوو چې که ځیني نااهله کسان اسلامي امارت ته ستونزې جوړوي، نو دا معنا نه لري چې ټول قوم به ورته عمل کوي.»
د کابل والي وویل، په کابل کې د مېشتو پنجشېري وګړو ټولې ستونزې به وارزوي او حل به یې کړي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د تامیناتو مرستیال مولوي محمد ابراهیم په دغه ناسته کې وویل چې «د موږ او ځینو کسانو» ترمنځ واټن راغلی دی.
ده زیاته کړه: «که فرضاً له چا سره د حکومت واټن په ذهن او عمل کې وي، تاسو هغوی ته ډاډ ورکړئ او هیڅ ډول د انتقام اراده نشته.»
هغه زیاته کړه، حکومت به هیڅ داسې څه ونه کړي چې علماء، مشران او خلک له ځانه لرې کړي؛ بلکې د ابادۍ، پرمختګ، د ښوونځیو پیاوړتیا او د هېواد د بچیانو روزنې ته به پام کوي.
د کابل استخباراتو رییس مولوي عارفالله عارف وویل: «راځئ وعده سره وکړو، هغه څوک چې د دې وطن ورانی غواړي، اسلامي نظام له منځه وړل غواړي، نو مسوولو ارګانونو ته یې وروپېژنئ چې ټول تر خلاص شو.»
دی وایي، کله کله به یو بندي په غلطۍ کې نیول کېږي، نو خلک دې مسوولینو ته ورشي، حقیقت دې ورته ووایي، ترڅو ستونزه حل شي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP