کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): اسلامي امارت پر قرغزستان او تاجکستان غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي؛ ځکه د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي.
د راپورونو له مخې، د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ نښته پیل شوه او د تېرې جمعې په ورځ يې زور واخيست، خو دا مهال جګړه درېدلې او دواړه هېوادونه په خبرو بوخت دي. راپورونه ښیي چې په دې نښتو کې ۳۰ کسان وژل شوي، سل ټپيان دي او زرګونه کورنۍ بېځايه شوي دي.
د قرغیزستان سرحدي ځواکونه تور پورې کوي چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو په هغې سیمه کې سنګرونه جوړ کړي چې پوله په کې څرګنده نه ده، خو د تاجکستان سرحدي ځواکونه بیا وايي، لومړی د قرغیزستان ځواکونو برید وکړ.
د یادو هېوادونو ترمنځ نږدې زر کیلومتره اوږده پوله غځېدلې چې له درېیمې برخې زیاته یې ناندریزه ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې په خپرولو سره د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ بللې او پر اوښتې مرګژوبله يې خواشيني ښودلې ده.
سرچينه زياتوي: «دغو نښتو د دواړو غاړو ملکيانو ته هم ستونزې راولاړې کړې، په ځانګړې توګه د قرغزستان لوري ته زرګونه ملکيان کډې کولو ته اړ شوي دي.»
په اعلاميه کې راغلي: «اسلامي امارت پر دواړو لورو غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل کړي؛ ځکه د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي.»
سرچينه زياتوي، د پولې د دواړو غاړو ولسونه بايد قرباني او یا بېځايه کېدو ته اړ نه ایستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP