ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مارجې خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله یې کښتونه وچ شوي

د مارجې خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله یې کښتونه وچ شوي

author avatar
18 Sep 2022 - 12:05
د مارجې خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله یې کښتونه وچ شوي
author avatar
18 Sep 2022 - 12:05

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د هلمند مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله د دوی کښتونه وچ شوي او د خړوبولو لپاره یې اوبه نه لري.

د مارجې ولسوالۍ د لويې څلورلارې اوسېدونکي عبدالعلي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د بغرا کانال وچ شوی او موږ د کښتونو خړوبولو لپاره اوبه نه لرو او که دغه حالت دوام وکړي، ښايي خپلې پلرنۍ ځمکې او سیمې پرېږدو او نورو سیمو ته کډه وکړو.»

د یادې ولسوالۍ د کمپ سیمې اوسېدونکي احمد هم وویل، د کانال اوبه وچې شوې او د کښتونو خړوبولو لپاره بسنه نه کوي.

د هغه په وینا چې ان د ۴۰ کلونو باغونه يې هم وچ شوي دي.

د عبدالولي په نوم يوه بزګر وویل چې دوی سږ کال جوار کرلي، خو د اوبو د کمښت له امله يې کروندې وچې شوې او واښه يې پر کوچيانو وپلورل.

ده زیاته کړه: «پخوا زموږ اوبه پرېمانه وې او خلکو به بې نوبته لګولې، خو سږ کانال وچ شوی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.»

هغه وویل چې خلکو په دې سیمه کې پخوا شل متره ژورې برمې هم وهلې، خو اوس تر ځمکې لاندې اوبه کښته او برمې وچې شوې دي.

په ورته مهال بیا، د هلمند د سیندیزې حوزې رییس محمدیعقوب قایم د اوبو نه‌شتون ستونزه مني او وايي، په کجکي بند کې اوبه کمې شوې او د برېښنا ټول توربینونه یې هم نه دي فعال شوي.

د ده  په خبره، په هلمند سیند کې شته اوبه يې ټولو ولسواليو ته رسولې دي.

قایم زیاته کړه: «کجکي بند کې د اوبو سطحه ټيټه شوې، موږ د برېښنا یوازې یو توربین فعال کړی او هرې ولسوالۍ ته په نوبتي ډول اوبه رسوو.»

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل چې تېر کال اورښتونه کم و نو ځکه وچکالي زیاته شوې ده.

ده زیاته کړه، حکومت او ولایتي اداره هڅه کوي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د ستونزو په حلولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل: «اوس په ځېنو ولسوالیو کې خلکو ته د کار په مقابل کې د غنمو د ورکړې پروسه پیل شوې او دا ډول د ځینو خیریه مرستندویه ادارو سره خبرې شوې چې ډېر ژر به په ولسوالیو کې خلکو ته یو لړ کارونه پیل شي او کروندګر به پر ځان بسیا شي.»

د یادونې ده، بغرا کانال په ۱۹۵۰ زېږدیز کال د هېواد د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په وخت کې جوړ شوی او د هلمند زرګونه جریبه ځمکې ترې خړوبېدای شي.

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.