اسعداباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د کونړ د کرنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د پنځهنیم میلیون افغانيو په لګښت د څلورو زراعتي کانالونو پاکولو او ترمیم چارې پيل شوې.
سرچينه وايي چې د یادو کانالونو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې یا UNDP له خوا ورکول کېږي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عزت هدایت پژواک ته وویل: «د شیګل ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي همکارۍ د ۵ اعشاریه ۵ میلیون افغاینو په لګښت د څلورنیم کیلومتره په اندازه د څلورو زراعتي کانالونو د ترمیم او پاکونې چارې پیل شوې دي.»
ده وویل چې په دې پروژه کې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په نهو میاشتو کې به بشپړه شي.
نوموړی وایي، د نړۍوالو موسسو په همکارۍ یې په دغه ولایت کې د زراعت او مالدارۍ د ودې په برخه کې هڅې پیل کړې او تمه ښیي چې د زراعت له اړخه دغه ولایت پر ځان بسیا شي .
د کونړ شیګل ولسوالۍ د کربوړۍ کلي اوسېدونکی تاج محمد وایي، خوښ دی چې په سیمه کې یې له کلونو راهیسې ویجاړ زراعتي کانالونه بیارغول کېږي .
هغه وایي، د سیمي ګڼو بې روزګارو ځوانانو ته په یاده پروژه کې کاري اسانتیاوې هم برابري شوې دي چې هر کس ته د ورځې د کار په بدل کې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي.
د شیګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي شفیق الله وویل چې حکومت دې دا ډول پروژې ډېرې کړي څو له یوې خوا کرنه وده وکړي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP