ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر افغانانو او پخواني امریکایي پوځیانو د کانګرېس مخې ته پرلت وهلی

یو شمېر افغانانو او پخواني امریکایي پوځیانو د کانګرېس مخې ته پرلت وهلی

author avatar
19 Sep 2022 - 05:44
یو شمېر افغانانو او پخواني امریکایي پوځیانو د کانګرېس مخې ته پرلت وهلی
author avatar
19 Sep 2022 - 05:44

اټلانټا (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): یو شمېر افغانانو او پخواني امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی.

د دغه پرلت یوه افغان ګډونوال او د افغان امریکايي بنسټ غړي جاوېد کوټوال د وږي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې څلور ورځې مخکې یې دا پرلت پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې له دوو اونیو راهیسې یې پرلت پیل کړی، کېدای شي تر شپږو میاشتو پورې دوام ورکړي.

د کوټوال په وینا، له پرلت څخه یې موخه دا ده څو د امریکا کانګرېس هغه قانون یا مصوبه تصویب کړي چې نوو راغلو افغانانو ته پکې د دایمې اوسېدو حق ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د حکومت له سقوط وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان د تخلیې پروګرام کې امریکا ته راوستل شوي او دوه کلنې ویزې ورکړل شوې دي.

ده وویل، اوس د امریکا حکومت کانګریس ته د (افغان اډجسټمنټ اکټ) په نوم یوه مصوبه لېږلې چې د پاس کېدو په صورت کې به نوو راغلو افغانانو ته په امریکا کې د دایمې اوسېدو حیثیت او حق ورکړل شي.

کوټوال وایي : «دا پرلت په داسې ساحه کې وهل شوی چې د امریکا کانګرېس غړي هره ورځ ودانۍ ته تګ راتګ کوي او دوی کولی شي په اسانه هغوی ته خپل پیغام ورسوي.))

د کوټوال په وینا، په واشنګټن او ورجینیا کې مېشت افغانان په نوبت سره راځي او په دغه پرلت کې ګډون کوي. دغه راز د امریکا له نورو ایالتونو هم افغانان راغلي دي.

هغه وویل، د امریکا د پخوانیو سرتېرو ټولنې غړي هم په خپل وار په دغه پرلت کې ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د پخوانیو سرتېرو ټولنه شاوخوا پنځه میلیونه غړي لري او د هغوی ګډون او ملاتړ د دوی پرلت ته ډېره ګټه رسوي.

Views: 3895

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.