ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو په سوېلي زون کې د سواد زده‌کړې ۴۷۰ ټولګي جوړوي

یونسکو په سوېلي زون کې د سواد زده‌کړې ۴۷۰ ټولګي جوړوي

author avatar
19 Sep 2022 - 18:23
یونسکو په سوېلي زون کې د سواد زده‌کړې ۴۷۰ ټولګي جوړوي
author avatar
19 Sep 2022 - 18:23

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له خوا د سواد زده‌کړې نړۍواله ورځ ونمانځل شوه چې د پوهنې ریاست د مسوولینو په ګډون یو شمېر دیني عالمانو او نورو کسانو ګډون په کې کړی وو.

له دغې نمانځغونډې سره هم‌مهاله «سواد د روښانه راتلونکي لپاره» تر شعار لاندې کمپاین هم پيل شو.

په دغه غونډه کې د یونیسکو د سواد زده‌کړو امر شمس‌الله عمري وویل، دغه اداره غواړي د سوېل‌لوېدیځ زون په پنځو ولایتونو (کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نیمروز) کې د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، دغه پروګرم نهه میاشتنی دی چې په ترڅ کې به یې د یادو ولایتونو په ۲۸ ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې۴۷۰  ټولګي جوړ شي.

ده وویل: «موږ د جنوب‌لوېديځ زون په پنځو ولایتونو کې دغه پروګرام پيلوو چې ۴۷۰ تنو ښوونکو ته به د دندې او ۷۰۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.»

د کندهار د پوهنې ریاست مرستیال مفتي قدرت‌الله الوصال وویل، دا مهال د کندهار په هره ولسوالۍ کې یوازې شپږ – شپږ د سواد زده‌کړې ټولګي شته چې په هیڅ صورت بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، یونسکو او نورې موسسې کولای شي په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، ځکه دوی دومره امکانات نه لري چې په ښار او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې لپاره ټولګي جوړ کړي.

دی وایي: «موږ اوس‌مهال شاوخوا ۳۰ ټولګي په ښار او شپږ – شپږ ټولګي په ولسوالیو کې لرو، نو د یوې ولسوالۍ لپاره شپږ ټولګي بېخي کفایت نه کوي، موږ غواړو په دې برخه کې یونسکو او نور موسسات همکاري وکړي.»

ده زیاته کړه، یونسکو لا تر اوسه له دوی سره معلومات نه دي شریک کړي چې څو ټولګي به د کندهار په ولسوالیو کې فعالوي، خو دوی غوښتنه ترې کوي چې د سواد زده‌کړې ټولګي زیات شي.

د سواد زده‌کړو د یوه ټولګي ښوونکي جمعه‌ګل وویل، په کندهار کې ډېری کسان د بې‌سوادۍ له امله له غربت سره مخ دي، ځکه دوی لیک او لوست نه شي کولای او داسې کارونه ډېر کم پيدا کېږي چې لیک او لوست ته اړتیا و نه لري.

هغه زیاته کړه، که په کندهار کې سروې وشي، یو سلنه کسان هم د سواد زده‌کړو ته لاسرسی نه لري، نو لازمه ده چې په دې برخه کې د یونسکو په ګډون نورې موسسې هم همکاري وکړي.

ده وویل: «په ولسوالیو کې موږ ډېر پراخ نفوس لرو، په ښار کې لا ډېری داسې کسان شته چې د سواد زده‌کړو ته لاسرسی نه لري او بې‌سواده دي، نو په ولسوالیو کې خو ۹۹ سلنه کسان د سواد له زده‌کړو بې‌برخې دي.»

د کندهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، که څه هم په تېرو کلونو کې د هرې ولسوالۍ لپاره د سواد زده‌کړې شپږ ټولګي جوړ شوي وو، خو په ډېرو ولسوالیو کې غیرفعال وو، اوس دوی ټول فعال کړي او تشکیل یې ټولو ولسوالیو ته لېږلی دی.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.