ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیاء پنځه کلنه پروژه پیلېږي

نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیاء پنځه کلنه پروژه پیلېږي

author avatar
20 Sep 2022 - 18:00
نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیاء پنځه کلنه پروژه پیلېږي
author avatar
20 Sep 2022 - 18:00

پارون (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ FAO په نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیاء پنځه کلنه پروژه پیلوي.

دا څرګندونې د یادې شوې ادارې استازو نن د وږي په ۲۹مه، د دغه ولایت له والي او د کرنې ریاست چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اړوند د JUP پروژې مشر انعام‌الله ساپي په دې لیدنه کې وویل، پلان لري په نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او احیاء پروژه پیل کړي چې پنځه کاله به دوام ولري.

هغه زیاته کړه، دغه پنځه کلنه پروژه د یاد ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالیو کې پلې کېږي چې په دې تړاو به سبا د یادو شوو سیمو د ولسي شوراګانو له استازو سره هم وویني.

دی وايي، په دې پروژه کې د ځنګلونو د ساتلو ترڅنګ د نوو ځنګلونو جوړولو، بڼوالۍ او څر‌ځایونو ایجادول شامل دي چې خلکو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي.

د نورستان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سلېمان ایمن وویل، دا پروژه د دغه ولایت لپاره ځکه ډېره ګټوره ده چې اوږدمهالې ده او ښې پایلې به ولري.

ده ډاډ ورکړ چې اړوند ریاست د دې پروژې په ښه تطبیق کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان سره بشپړه همکاري کوي.

د نورستان اوسېدونکي هم د دغې پروژې پر پیلېدو خوښ دي او وايي، په دې توګه به نه یوازې د طبیعي پېښو له امله ځنګلونو ته اوښتي زیانونه جبران شي، بلکې نوي ځنګلونه او باغونه به هم جوړ شي.

د مرکز پارون اوسېدونکي انعام ظهور پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یوه کال کې څو ځله د نورستان په ځنګلونو کې اور ولګېد او بیا د غیر موسمي اورښتونو له امله سېلابونه را ووتل چې ځنګلونه یې زیانمن کړل.

هغه زیاته کړه، که د ځنګلونو د ساتلو او احیاء دا پروژه په ښه توګه پلې شي نو د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې ډېره ګټه ورسېږي.

نورستان د هېواد هغه ولایت دی چې په ځنګلونو کې یې مېوه لرونکې ونې جلغوزې، غرني بادام او نور ښه شهرت لري او خلک هر کال میلیونونه افغانۍ عواید ورڅخه تر لاسه کوي.

همدا سږ کال یوازې د مرکز پارون د جلغوزو ځنګل په ۵ میلیونه افغانۍ وپلورل شو چې د دغه ولایت د جغلوزو د ځنګلونو پنځمه برخه جوړوي، خو تېر کال د پارون او درېیو نورو ولسوالیو په ځنګلونو کې اور ولګېد چې د چاروکو په وینا، لسګونه هکتاره ځنګل یې وسوځاوه.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.