کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د دې ترڅنګ چې د معلولینو او د شهیدانو وارثانو د بایومتریک بهیر د پيلولو خبر ورکوي، له یونیسف ادارې څخه یې غوښتي چې د مصنوعي غړو د جوړولو او د شهیدانو وارثانو ته د خدماتو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال مولوي عبدالرزاق اخند د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ټولنیز خوندیتوب برخې له رییس سټنلي ګواویا سره نن (د وږي په ۲۹مه) په خپل دفتر کې کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
سرچينه ليکي، مولوي عبدالرزاق آخند په دې ناسته کې وويل: «د معلولينو او يتيمانو زیان لیدونکی قشر د سرپناه د نشتوالي، حرفوي زدهکړو ته د نه لاسرسي او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو له مرستندويه بنسټونو او موسسو غواړو څود له معلولینو او یتیمانو سره مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړې، عبدالرزاق اخند د شهيدانو وارثانو او معلولينو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل او د يونيسف د ټولنيزو خونیتوب له رييس څخه يې وغوښتل چې له دغه وزارت سره د ناروغانو د درملنې او د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
سرچينه ليکي، عبدالرزاق د وزارت په ډېټابېس کې د معلولينو او د شهيدانو وارثانو د تثبیت يادونه وکړه او ويې ويل، دغه وزارت په پام کې لري چې د جعلکارۍ د مخنيوي لپاره د مرکز په ګډون د هېواد په لسو ولايتونو کې د بايوميټريک سيسټم فعال کړي.
په خبرپاڼه کې د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب څانګې د رییس سټنلي ګواویا له قوله راغلي، هغه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي مرستیال د غوښتنې په ځواب کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن