بامیان (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښت او د روغتیايي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي، له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نادر چې د بامیان ولایت یو اصلي اوسېدونکی دی او یاد روغتون ته یې خپل ناروغ راوستی، پژواک ته وویل: «مېرمن مې درې ورځې کېږي چې په دغه روغتون کې بستر ده، موږ له سمو روغتیايي خدماتو، خوړو او نور لازمو روغتیایي امکاناتو بېبرخې یو.»
د هغه په وینا، معالج ډاکټران پر ټاکلي وخت موجود نه وي او په سمه توګه له ناروغانو مراقبت نه کېږي.
همدارنګه د درملو نهشتون بله ستونزه ده چې خلک ترې شکایت لري او په دې برخه کې له مسوولینو د لا زياتې پاملرنې غوښتونکي دي.
د یاد ولایت یوه بله اوسېدونکې راضیه چې د درملنې په موخه یې دغه روغتون مراجعه کړې وایي، ډاکټران ناروغان په سمه توګه نه ګوري، يوازې د فشار په لیدو او څو خبرو ناروغان رخصتوي.
نوموړې زیاتوي، که څه هم خلک د بېوزلۍ او د پيسو کمښت له امله دغه دولتي روغتون ته مراجعه کوي، خو د ابتدایي درملو لپاره هم بهر ته نسخه ورکول کېږي.
د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي په دې اړه وایي، په ولایتي روغتون کې خدمات په عادي ډول دوام لري.
خو نوموړي د درملو د کمښت او ناروغ ته د ډاکټرانو نه رسېدنې ستونزو اصلي لامل، له حده ډېر د ناروغانو مراجعه بولي.
هغه زیاته کړه، د بامیان ولایتي روغتون عملا د یوه حوزوي روغتون خدمات وړاندې کوي.
د هغه په وینا، د بامیانو پر اوسېدونکو سربېره هره ورځ لسګونه ناروغان له ګاونډیو ولایتونو دغه روغتیایي مرکز ته مراجعه کوي چې له همدې امله ښايي ناروغانو ته روغتیایي کارکوونکي او اړین درمل ته ونه رسېږي.
نوموړی زیاتوي، اوسمهال دغه روغتیایي مرکز کې ۲۵سلنه درمل کم دي خو وایي، هڅه کوي څو په دغه روغتون کې د درملو کمښت او نورې ستونزې حل کړي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن