فراه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پېرلې ده.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ د پشترود ولسوالۍ په مساو سیمه کې ده چې ځايي خلکو د چندې په پيسو رانیولې او ښوونځي ته يې وقف کړې ده.
ده زیاته کړه چې ياده ودانۍ په دوه میلیون افغانیو نیول شوې او د پوهنې د پرمختګ لپاره یو ښه اقدام دی.
نوموړي وویل چې د پوهنې ریاست به دغه ښوونځي ته ښوونکي وګماري او د سیمې ماشومانو ته به د زدهکړې زمینه برابره شي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن