پارون (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): په نورستان کې د فوټبال فدارسیون له لوري د فوټبال د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د غوره لیګ سیالۍ پيل شوې چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
دا سیالۍ چې په مرکز پارون کې نن پیل شوې، د برګمټال، اشټیوې، پرونس، وانټ وایګل، ډېوه کشتکي، پشکي، کنتیوا، واما او کشتوز فوټبال لوبډلو ګډون په کې کړی دی.
لومړۍ لوبه د وانټ وایګل او پشکي لوبډلو ترمنځ وشوه چې (۴/۰) د وانټ وایګل لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدله.
د نورستان د فوټبال فدراسیون مشر حفیظالله امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټبال د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د غوره لیګ سیالیو جوړولو موخه د غوره لوبډلو او لوبغاړو په نښه کول دي.
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت ځوانان د لوبو ښې وړتیاوې لري، که ملاتړ یې وشي نو کولای شي په ملي او نړۍواله کچه د هېواد بیرغ وځلوي.
د نورستان د فوټبال لوبغاړي خوښ دي چې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې او دوی ته د لوبو زمینه برابره شوې ده.
د بشیر احمد جلالي په نوم د فوټبال یوه لوبغاړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د ځوانانو د وړتیاوو په ځلولو کې مهم رول لوبولای شي.
خو هغه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د فوټبال او نورو لوبو معیاري میدانونه جوړ شي، څو ځوانانو ته د سالمې بوختیا زمینه برابره شي.
نورستان د هېواد هغه ولایت دی چې تر اوسه پکې د هيڅ لوبې لپاره مناسب لوبغالى نشته، خو بیا هم ځوانان په شخصي ځمکو کې بېلابېلې لوبې کوي او ورزش ژوندی ساتي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن