سرپل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دینمحمد نظري پژواک ته وویل: «نن سهار د سرپل د مرکز اړوند په سنګ توده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.»
هغه زیاته کړه، دغه پېښه د دوو موټرونو (کرولا او سراچې) د ټکر او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه وایي، د یادې پېښې ټپیان د سرپل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په بدخشان ولایت کې هم د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP