کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل شو او د يوه کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د دغه وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح د يادې لارې په پرانیستغونډه کې وویل: «دا سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره سوروالی او ۱.۵ متره د سړک غاړو په لرلو سره په اساسي ډول ترمیم او بیارغول کېږي، چې لس کیلومتره به په شمالي سالنګ او لس کیلومتره په جنوبي سالنګ کې په اسفالټ ډول چې د سړو سیمو لپاره ځانګړی قیر له ایران هېواد څخه ورته وارد شوی دی او لس کیلومتره نور به د تونل په دننه برخه کې په کانکریټي ډول سره په اساسي ډول ترمیم او بیاورغول شي.»
هغه زیاته کړې، د یاد سړک په اوږدو کې دوه پلونه، یو شمېر پولګوټي، د تونل د زهکشي سیستم او ګالریو ترمیم هم شامل دي چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د بیارغونې چارې بشپړې شي.
دی وايي: «د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه دې ته ورته پروژې تطبیق کړي. د سالنګ لویې لارې ته د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ځانګړې پاملرنه کوي چې د یادې پروژې لګښت به هم د رياست الوزراء مقام له لوري اختصاص شوې بودجې څخه ورکړل شي.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت د سالنګ لویې لارې ټولنیز او اقتصادي ارزښت ته په کتو سره د یادې لویې لارې بشپړ ترمیم ته ژمن دی او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي.»
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس حافظ محمد یعقوب هم ولسونو ته ډاډ ورکړ او ويې ویل، دا پروژه به د ټولو اړوند تخنیکي مشخصاتو په پام کې نیولو سره پلې شي، د کار د غوره کیفیت په موخه په پرلهپسې ډول څارنه ترې وکړي او چا ته به د فساد اجازه ور نه کړي.
د سالنګ لویه لار - چې د لوړ تناژ موټرو د تګ راتګ له امله ویجاړه شوې - د هېواد یوه له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده چې د هېواد له مرکز سره د شمالي ولایتونو پر نښلون سربېره، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد (صادرات او واردات) کې اغېزناک اقتصادي رول لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP