Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلینکن: که افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي، د کال یو میلیارد ډالر اقتصاد ته ګټه رسوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چار وزیر انټوني بلینکن وایي، که افغان ښځو ته یوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ګټه ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د وږي په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن دا څرګندونې نن په واشنګټن کې «د افغان ښځو د اقتصادي ثبات نوښت» په نامه د یو نوي پروګرام د پیل په مراسمو کې وکړې.

\https://twitter.com/SecBlinken/status/1572263994949341184?s=20&t=5E5ox24aN0xBq0geklBljQ

سرچینې زیاته کړې، د دغه پروګرام له مخې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بوسټن پوهنتون سره په ګډه افغان ښځو ته د سوداګرۍ، کارموندنۍ او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که افغان ښځو ته یوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ګټه ور ورسوي.

هغه زیاته کړه: «کله چې ښځې له کاري ځواکه ایستل کېږي، نو ټولنه خپله وړتیا له لاسه ورکوي او نیمایي نفوس یې تولید نه شي کولی.»

بلینکن ټینګار وکړ چې په اوسني وضعیت کې ګڼ شمېر افغانې کورنۍ له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کړېږي، او که ښځو ته یوازې د کار اجازه ورکړل شي، نو د ګڼ شمېر وګړو ژوند ورسره بدلېدلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکه وکړه چې د ژوند او کار په ګڼو برخو کې یې پر ښځو بندیزونه لګولي دي.

د نوموړي په وینا، ښځې او نجونې هم باید د هر وګړي په څېر د زده‌کړو، کار، سفر او د خپل برخلیک د ټاکلو حق او جازه ولري.

د افغانستان سرپرست حکومت بیا وایي چې دوی د شریعت له مخې، ښځو او زده‌کوونکو ته خپل حقوق ورکړي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.