[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش، د دغه نړۍوال سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی وباله.
د ملګرو ملتونو ۷۷مه، کلنۍ غونډه نن د وږي په ۲۹مه، په نیویارک کې پیل شوه او ټاکل شوې چې څو ورځې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې دې کلنۍ غونډې ته د لسګونو هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او استازي ویناوې وکړي، خو دا فغانستان کوم مشر نه دی غوښتل شوی. ناتایید شوي راپورونه وایي چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق به په کې ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي خپله پرانیستونکې وینا کې نیوکه وکړه چې په نړۍ کې سولې او امنیت ته ورپېښو ګواښونو او د کړکېچ مخنیوي په لړ کې، د ملګرو ملتونو بسپنې غوښتنې موضوع بېځوابه پاتې شوې ده.
ګوتیرش په دې لړ کې د افغانستان یادونه هم وکړه او په وینا یې، په افغانستان کې د اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی دی.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی، نیمايي افغانان له همدې کبله د لوږې انتها ته رسېدلي، په دغه هېواد کې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد څو ورځې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د یوه راپور په غبرګون کې وویل، په افغانستان کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينهوو او نارینهوو پر مخ خلاص دي، د هېواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم او تربيې پروسه غځول شوې ده، په معارف، عالي تحصیلاتو، صحت عامه، تذکرو، پاسپورټونو، هوايي ډګرونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې زرګونه افغان مېرمنې پر کار بوختې دي.
د ده په وینا، هغه یو شمېر مېرمنې چې د کاري چاپېریال د نه مساعدوالي له امله لا هم خپلو دندو ته نه شي حاضرېدای، معاشونه يې په متواتر ډول په کورونو کې تادیه کېږي، سلګونه هغه بېوزله ښځې او نارینه چې په سوال بوخت وو، له سړکونو راټول او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، ناامنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو په امن کې شوي دي.
هغه د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه ویلي و: «له ظالمانه قیوداتو، پيسو کنګل کېدو او بانکي ستونزو سره سره د اقتصادي رفاه لپاره ټول وزارتونه او دولتي ارګانونه په خورا جدیت سره په فعالیت بوخت دي او هلې ځلې کوي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغهراز په خپله وینا کې په نړۍ کې د لوږې مخنیوی او د سولې او ثبات راتګ هغه څه وبلل چې باید پرې ټوله نړۍواله ټولنه یوه خوله شي او د ملګرو ملتونو له چارټر سره سم هڅې روانې وساتل شي.
نوموړي پر اوکراین د روسیې یرغل په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هغو جګړو یادونه وکړه چې له امله یې په ځانګړې توګه د زیانمنېدونکو ملکي خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.
[/restrict]
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن