ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د پوستکي ویروسي ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې مړې شوې دي

زابل کې د پوستکي ویروسي ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې مړې شوې دي

author avatar
22 Sep 2022 - 16:28
زابل کې د پوستکي ویروسي ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې مړې شوې دي
author avatar
22 Sep 2022 - 16:28

کلات (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): په زابل کې د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه شاوخوا ۳زره غواګانې پر دې ناروغي اخته شوې او له ۴۸۰ ډېرې مړې شوې دي.

خلک وايي، دا ناروغي د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې خپره شوې خو په شملزو، اټغر او شاه جوی ولسوالیو کې تر نورو ډېره ده.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې غوا یې د پوستکي پر ناروغي اخته شوې وه خو درې اوونۍ وروسته یې له امله مړه شوه.

هغه زیاته کړه: «لومړی پر غوا لویې دانې راوختې، له سترګو او خولې یې اوبه بهېدې، وروسته یې پښې وپړسېدلې، خوراک او څښاک یې نه کاوه، ډېر درمل مو ورکړل خو ګټه یې ونه کړه.»

نوموړی د کرنې او مالدارۍ له ریاسته غوښتنه کوي چې د دې خطرناکې ناروغۍ مخنیوي په برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي که نه له مالدارۍ به خلاص شي او سخت زیان به ور واوړي.

د شملزو ولسوالۍ د خوزو کلي یوه اوسېدونکي روزي محمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د کور د شیدو او مستو د اړتیا پوره کولو لپاره یوه غوا لري چې د پوستکي په ویروسي ناروغي اخته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په کلي کې یې ډېرې غواګانې پر دې ناروغي اخته شوې چې تر دې مهاله یې له ۳۰ تر ۴۰ غواګانې مړې کړې دي.

دی وايي، خلک اندېښمن دي چې که د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره لازم ګامونه وانه خیستل شي نو دا ناروغي به لا ډېره خپره شي او ډېرې غواګانې به ورڅخه مړې شي.

نوموړی د کرنې او مالدارۍ له ریاسته غوښتنه کوي څو له بهره د دې ناروغۍ واکسین را وارد کړي او خلکو ته یې په مناسبه بیه په واک کې ورکړي.

بلخوا د غواګانو فارم لرونکي هم وايي چې که دا ناروغي کنټرول نه شي نو زرګونه غواګانې به مړې کړي او سخت زیان به وویني.

په کلات ښار کې د غواګانو فارم لرونکی سمیع الله وايي، تر اوسه یې غواګانې له دې ناروغۍ خوندي دي خو وېرېږي چې دغه خطرناکه ناروغي په کې خپره نه شي او غواګانې یې مړې نه شي ځکه هره غوا یې ۲۰۰ زره افغانۍ بیه لري.

دی هم غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست او اړوند موسسې دې د دې ناروغۍ مخنیوي او وقایې لپاره مالدارانو او فارم لرونکو ته درمل او واکسین ورکړي او اړینې لارښوونې دې ورته وکړي.

د زابل د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅې یې پیل کړې څو د اړوند وزارت او بهرنیو موسسو په مرسته د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ لپاره واکسین چمتو کړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د معلوماتو پر اساس، په زابل کې ۶۵ زره غواګانې شته، له تېرې یوې، یوې نیمې میاشتې راهیسې په کلات ښار او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۳ زره غواګانې پر دې ناروغي اخته شوې او له ۴۸۰ ډېرې ترې مړې شوې دي.»

د ده په خبره، هڅه کوي د وزارت په مرسته له بهره د دې ناروغۍ واکسین را وغواړي، دغه راز یې له همکارو موسسو سره هم خبرې کړې او هغوی هم ژمنه کړې چې واکسین به ورکوي.

وترنران وایي، خلک باید د (لمپي سکن) پر ناروغۍ اخته غواګانې له نورو څارویو بېلې کړي او دغه‌راز د هغوی ښه خوراک، پاک چاپېریال او هره ورځ یې مینځلو ته پاملرنه ډېره کړي.

د معلوماتو له مخې، د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغي (لمپي سکن) څو میاشتې مخکې په لومړي ځل له پاکستانه د افغانستان سرحدي ولایتونو ته راغله چې اوس په ډېرو ولایتونو کې خپره شوې او زرګونه غواګانې یې مړې کړې دي.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.