کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): په داسې حال کې چې خلک په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي، د کندهار پوهنې ریاست په یوه تازه اقدام کې د دغه ولایت له شپږم ټولګي کښته ټولګیو زدهکوونکې د عمر زیاتوالي په پلمه ښوونځیو ته له تلو منع کړې دي.
دغه نجونې چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي وایي، د ښوونځیو په پنځم او شپږم ټولګیو کې یې زدهکړې کولې، خو اوس د مسوولینو له لوري له ښوونځیو راګرځول شوې دي.
د راضیې په نوم یوې زدهکوونکې چې ۱۴ کاله عمر لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، په څلورم ټولګي کې يې زدهکړې کولې خو په دې وروستیو کې په دې پلمه ښوونځي ته له تلو منع شوه چې ګواکې عمر یې لوړ دی او باید په کور کې پاتې شي.
دې زیاته کړه: «د ملا نېکمحمد په ښوونځي کې وم، ما ته یې وویل، اوس ښځينه ښوونکې نشته نور ښوونځي ته مه راځه، بیا چې کله ښځينه ښوونکې راشي موږ مو راغواړو.»
د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د ناقلینو کلي یوه اوسېدونکې ۱۵ کلنه ګلالۍ وایي، په پنځم ټولګي کې وه خو د «اسلامي امارت» په راتګ سره له ښوونځي و ایستل شوه او اوس پر کور ناسته ده.
دې وویل: «زه غواړم بېرته خپلې زده کړې وکړم، په شخصي ښوونځيو کې د زده کړو وس نه لرم، نو ما ته باید د زده کړو اجازه راکړل شي.»
مرحمه هم د دامان ولسوالۍ یوه بله اوسېدونکې ده چې له ښوونځي ایستل شوې ده او په پنځم ټولګي کې زدهکړې ترې پاتې شوې دي.
دا وایي، د «اسلامي امارت» له راتلو وروسته یې څو میاشتې زدهکړې ترسره کړې خو کله چې ځینو مسوولینو د دوی له ښوونځي لیدنه وکړه نو د دې په شمول لسګونه هغه نجونې له ښوونځي وایستل شوې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو لوړ وو.
دې زیاته کړه: «زه په پنځم ټولګي کې وم، زموږ مکتب ته مشران راغله، بیا یې زه او ډېرې نورې نجونې له ښوونځي و ایستلو، ویل یې کله چې ښځينه معلمانې راشي بیا تاسي بېرته راغواړو.»
بلخوا د دغو نجونو والدین هم دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي او له مسوولینو غوښتنه کوي چې د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړي.
د مرحمې مور صدیقه وایي، د دې د لور په ګډون یې په کلي کې ډېرې نورې نجونې هم چې عمرونه یې لوړ دي، له ښوونځيو ایستل شوې دي.
دې وویل: «موږ خو د شخصي زدهکړو وس نه لرو، لور مې له مکتبه جواب شوې ده، تر اوسه داغسې په کور کې ناسته ده، ما په مکتب کې شامله کړې وه چې یو شی ورڅخه جوړه شي، خپل تعلیم وکړي خو هغه یې هم جواب کړله.»
خو بلخوا په کندهار ښار کې د نجونو یوه ښوونځي مدیره چې خپل نوم نه یادوي وایي، په کندهار ښار کې تر اوسه دا ستونزه نشته او په هر ښوونځي کې د لوړ عمر لرونکې نجونې په پنځم او شپږم ټولګیو کې زدهکړې کوي.
دې پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په ښار کې دا ستونزه نه لرو، پخوا هم د لوړ عمر لرونکي نجونې په ښوونځيو کې وې، سږ کال مو هم د تعلیمي کال په پیل کې په څلورم او پنځم ټولګیو کې د لوړ عمر لرونکې نجونې شاملې کړې دي.»
له دې سره سره چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډونه شته او لا هم ډېرېږي، ځینې ټولنې او ځوانان په دې هڅه کې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
قلم لارهم یوه له دغو ټولنو ده چې د نجونو ښوونځیو د خلاصون او د هغو د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه کمپاین او مبارزه کوي.
د دې ټولنې مشر مطیعالله ویسا په دې اړه وایي: «زدهکړه د نر او ښځې حق دی، موږ د کندهار په ګډون په ټول افغانستان کې کمپاین کوو، له قومي مشرانو، دیني عالمانو او نورو خلکو سره خبرې کوو څو د نجونو ښوونځيو د خلاصولو په برخه کې ګډ کار وکړو.»
پر همدې مهال د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین هم وایي، هغو نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نشته چې عمرونه یې لوړ وي او د دوی په خبره، شرعي مکلفیت ولري.
د کندهار د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي پژواک اژانس ته وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د امر پر اساس د لوړ عمر لرونکې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړل شوې دي.
ده زیاته کړه: «هغه کم عمره نجونې چې شرعي مکلفیت نه لري، هغوی ښوونځيو ته ځي او هیڅ مشکل نشته، خو هغه چې شرعي مکلفیت لري، تر امر ثاني پورې یې زدهکړې معطل دي بیا چې څنګه هدایت کېږي، هغسې به اجراات کېږي.»
له یوه کال ډېر وشو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي خو مسوولینو لا تر اوسه خلکو ته په دې اړه قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP