Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار ښاروالۍ د څلورو نیمه‌کاره پروژو پاتې کارونه پیل کړل

کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱) د کندهار ښار په څلورو ناحیو کې د هغو څلورو نیمه‎کاره پروژو پاتې کارونه پيل شول چې مخکې د ځینو موسسو له خوا پر مخ وړل کېدل او په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې چارې درول شوې وې.

د دغه پروژو د پاتې کارونه د پيل پر مهال د کندهار ښاروال حاجي حسن وویل، دغه څلور پروژې چې ټولې د کانالونو او استنادي دېوالونو دي، څه کم څلور میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راځي چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، دا استنادي دېوالونه به تر ډېره د هغو سېلابي اوبو مخه ونیسي چې مخکې به یې کورونو ته زیان رساوه.

دی وایي: «دا هغه پروژې دي چې په څلورو ناحیو کې نیمګړې پاتې وې، د ۳۹ لکه ۴۱ افغانیو په لګښت تر سره کېږي او پیسې یې د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږيي، دا به د سېلابي اوبو مخه ونیسي او خلک به له ځاني او مالي زیان څخه وساتل شي.»

د کندهار ښار اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې د ښاروالۍ له خوا د دغو پروژو پاته کارونه پیلېږي.

د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې یو اوسېدونکی امیر محمد وایي، په سیمه کې يې یو کانال تېر شوی چې هر کال یې د سېلابونو اوبو کورونو ته زیان اړاوه خو اوس به دا ستونزه نه وي.

ده زیاته کړه: «دلته هر کال اوبه راتلې، خلک يې وژل، کورونه يې نړول، نو د ښاروالۍ یې کور ودان چې دا استنادي دېوالونه جوړوي.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي فدا محمد بیا وایي، ښاروالۍ باید هغه پلونه او پلچکونه هم پراخ کړي چې اوبه نه شي تېرولای.

د هغه په خبره، اکثره وخت اوبه د همدې پلچکونو له امله سړک او کورونو ته ور اوړي او خلکو ته د مالي زیان تر څنګ ځاني زیانونه هم اړوي.

دی وایي، همدا سږ کال د سېلابونو له امله د دوی په سیمه کې د یوه کس یوازینی زوی مړ شو او دغه راز ډېر کورونه اوبو ونړول ځکه اوبه ډېرې وې او پلچکونو نه شوای تېرولای.

ده وویل: «د ښاروالۍ څخه خوشحاله یوو چې داسي کارونه کوي، خو هغه پلونه هم باید پراخ او غټ جوړ کړي چې ډېرې اوبه نه شي تېرولای ځکه د دغه پلونو له امله اوبه هر وخت کورونو ته رااوړي.»

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه راز لسګونه نورې پروژې هم تر کار لاندې لري چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.