کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړيوال شل اوريز جام لپاره د چمتووالي په موخه نن د متحده عربي اماراتو په لوري وخوځېده او له څو ورځني تمريناتي کمپ وروسته به دغه لوبغاړي اسټراليا ته ولاړ شي.
د کرکټ شل اوريز نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه (د تلې ۲۴مه)، د اسټرالیا په کوربهتوب پیلېږي او د نومبر میاشتې تر ۱۳مې (د لړم ۲۲مې) نېټې دوام کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په ۲۴مه د دغه ۲۰ اوریز نړۍوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه او څلور احتیاطي لوبغاړي هم په پام کې نيول شوي دي.
په دې لوبډله کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیبالله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمانالله ګربز ویکټ ساتونکی، حضرتالله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوینالحق او سلیم ساپی شامل دي.
همداراز شرفالدین اشرف، رحمتشاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.
د راتلونکي شل اوریز نړۍوال جام په الف ګروپ کې افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا لوبډلې شته دي او دوې نورې لوبډلې به ورته له لومړي پړاوه لار مومي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP