Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د پاسپورټ کمېشنکارۍ په تور درې کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت وایي، درې «د پاسپورټ کمېشنکاران» چې له یوه کس څخه یې د پنځو پاسپورټونو جوړولو په بدل کې څه باندې پنځه زره ډالر اخیستي وو، نیولي دي.

د کورنيو چارو وزارت پر خپل ټويټر يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

په ویډیو کې یو کس چې ځان ذبیح‌الله معرفي کوي، وايي: «زه په خپله امنیت داخلي، د پاسپورټ په کمېشنکارۍ نیولی یم، ما دا [پاسپورټونه] نیولي وو، په ۵۲۵۰ روپۍ، ۷۵۰ زما وې په کې او ۴۵۰۰ ما اميرمحمد ته په کمېشن ورکړې، له هغه نه وروسته امنیت داخلي ونيولم او دلته يې راوستی یم.»

په دې ويډيو کې د امیرمحمد په نوم بل کس وايي: «پنځه پاسپورټونه ما نيولي وو په ۴۵۰۰ روپۍ، بيا ما ۳۵۰۰ روپۍ بل مولوي صېب ته ورکړې او ۱۰۰۰ زما وې په کې او استخباراتو والا موږ نيولي يو.»

د سیدالله په نوم بل کس وايي: «ما ته د اميرمحمد په نوم کس سره د پاسپورټ د کمېشنکارۍ په معامله کې ۳۵۰۰ ډالر راکړي وو.»

د حاجي خيبر په نوم کس چې يادو کسانو ته يې د پاسپورټ جوړېدو په بدل کې دغه پیسې ورکړې وايي: «چون ما مریضان درلودل، پاسپورټ ته مې ضرورت و، ما د ذبيح‎الله په نوم يو چا سره خبره وکړه، في پاسپورټ په ۱۰۵۰ ډالر، پنځه پاسپورټه په ۵۲۵۰ ډالر، هغه د اميرمحمد په نوم يو چا سره او هغه بیا د سيدالله په نوم بل چا سره خبرې کړې وې، کار په جريان کې و چې امنیت داخلي کسانو ونیول. د امارت اسلامي، امنيت داخلي والا بېرته خپل پاسپورټونه او پيسې راکړې؛ ډېر ورنه خوشاله يم.»

د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو رياست د څېړنو مدير مولوي محمدرسول محمدي وايي: «پېښه داسې رامنځته شوه چې زموږ خيبر ورور مشکلات درلودل، مريضان يې درلودل؛ ده غوښتل پاسپورټ جوړ کړي، ده د ذبيح الله صفاخان سره د ۵۲۵۰ روپۍ په بدل کې د پنځو پاسپورټو خبره کړې وه.»

محمدي زياتوي، کله چې پاسپورټونه تسلميږي او دوی پیسې ورکوي، په دغه وخت د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو کارکوونکو لاس په لاس ونيول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.