Language

امریکا: ټول‌ګډونه حکومت او بشري حقونه له افغانستان سره د نړۍ د اړیکو کلي ده

 

اټلانټا (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د ښځو حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، ټول‌ګډونه حکومتولي، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار حقونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو کلي ده.

مېرمن امیري وايي چې په نیویارک کې یې د افغانستان د روانو چارو په اړه د پاکستان، قطر، ترکیې او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

https://twitter.com/SE_AfghanWGH/status/1573075030606548993?s=20&t=JENY9TVM8M7IhymbbGETTQ

نوموړې د وږي په ۳۱مه، په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنو کې د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا بل ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم ګډون درلود.

مېرمن امیري لیکلي چې په دغو لیدنو کتنو کې ټولو پر دې توافق وکړ چې ټولګډونه حکومتولي، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو/نجونو د تعلیم او کار حقونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو کلي ده.

login or register a new account.