[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې دوی او نړۍواله ټولنه له افغانستانه د ترهګرو ډلو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
شهباز شریف دغه څرګندونې تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷مې کلنۍ عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وکړې.
هغه زیاته کړه، افغانستان اوس له نوو ننګونو سره مخ دی؛ ۳۰ میلیون خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي او بانکي سیسټم یې خراب شوی دی.
د شریف په وینا، پاکستان داسې یو افغانستان غواړي چې هلته سوله وي او ټولو ته دې له جنسي، قومي او مذهبي توپیر پرته حقوق ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، هغوی په افغانستان کې د ښځو حقونو او د نجونو د زدهکړو پلوي دي، خو په دې پلمه دې افغانستان نه منزوي کېږي.
شهباز شریف زیاته کړه: «د یوه ګاونډي هېواد په توګه موږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو، بشري مرستو کې مو همکاري کړې ده، د کورنۍ جګړې مخنیوي لپاره هم هڅه کوو.»
د پاکستان لومړي وزیر له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۴،۲ میلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.
The prime minister said at the #UNGA that Pakistan shared the key concern of the international community regarding “the threat posed by the major terrorist groups operating from #Afghanistan, especially ISIL-K and TTP as well as Al-Qaida, ETIM and IMU”. pic.twitter.com/r1wrgbFA5J
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) September 23, 2022
دغه راز هغه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ خوشې کولو غوښتنه هم وکړه چې د ده په وینا، ورسره به د افغانستان بانکي سیسټم بېرته فعال شي.
شهباز شریف وویل چې چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستانه د ترهګرو ډلو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
پاکستان له نړۍوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له لویو ترهګرو ډلو لکه داعش، پاکستاني طالبان (ټيټيپي) القاعدې، ایټيایاېم او ایايمیو د فعالیتونو په اړه یې لري.
شهباز شریف په دې برخه کې د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو ترهګرو ډلو یادونه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د هغو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل، پاکستان د تر هګرۍ هر ډول غندنه کوي، ترهګر مذهب او نژاد نه پېژني.
که څه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د شهباز شریف د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي چې په افغانستان کې یې داعش له منځه وړی او د القاعدې او نورو ډلو شتون یې رد کړی دی.
خو باید وویل شي چې تېره میاشت امریکا اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په یو بېپیلوټه برید کې وواژه خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې په د الظواهري وژلو په اړه یې تر اوسه کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی.
[/restrict]
Views: 255
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن