کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): تېره اونۍ له افغانستان سره د ۳۶۷ میلیون ډالرو مرستې د اعلان ترڅنګ، یو ځل بیا نړۍوالې ټولنې پر ټولګډونه حکومت ټینګار وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې د «بشر نورزي» خوشي کېدو له امریکا سره د افغانستان د اړیکو نوی باب پرانیست.
- له یوه امریکایي سره د حاجي بشر نورزي تبادلې له امریکا سره د افغانستان د اړیکو نوی باب پرانیست
- ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ټولګډونه حکومت ټینګار وکړ
- کابل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د شهباز شریف ادعا رد کړه
- کابل کې د څو مدني ټولنو استازو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه وکړه
- د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله نغدي بسته کابل ته راورسېده
- امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ
- افغانستان کې ۹۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
مرګژوبله
د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، تېره ورځ د کابل ښار د وزیر اکبر خان جومات مخې ته په شوې چاودنه کې اوه کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي، دغهراز چارواکو ویلی، د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي؛ خو یو کس چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته د دوو روغتونونو (استقلال او علي اباد) ته منسوب د یادې چاودنې د اوو وژل شویو او ۱۶ ټپيانو نوملړونه راستولي دي.
د راپورونو له مخې، په تخار کې د يوه لاسي ماين چاودنې له امله د پېښې عامل وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي، په کندهار کې چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. دغهراز، په هلمند کې بیا د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چاڼېزو عملیاتو پر مهال د ډزو له امله دوې ښځې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپيان دي. دغهراز، د فارياب په اندخوی ولسوالۍ کې هم د چاڼیزو عملیاتو پرمهال، د امنیتي ځواکونو په خطایي ډز کې یو کس وژل شوی دی.
تېره اونۍ، ناپېژاندو وسلهوالو په فارياب او بادغيس کې درې کسان وژلي او په لغمان کې د دوو کورنیو غړو ترمنځ شخړه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په باميانو کې دوه امنيتي سرتېري هغه مهال ووژل شول او بل ټپي شو چې په سيمه کې ناپېژاندو وسلهوالو ورته کمين نيولی و.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.
وړمه اونۍ په پنجشېر کې لسګونو کسانو ته د مرګژوبلې د ادعا ترڅنګ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










