کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): ځیني شنونکي د پاکستان د لومړي وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له افغانستانه د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو په اړه اندېښنه لري، وايي چې د ترهګرۍ اصلي مرکز پاکستان کې دی او دغه څرګندونې د «نوې دسیسې» ښکارندویې کوي چې باید مخه یې ونیول شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷مې کلنۍ عمومي غونډې ته ویلي چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستانه د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
ده ویلي، پاکستان له نړۍوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له «لویو ترهګرو» ډلو لکه داعش، پاکستاني طالبان (ټيټيپي)، القاعدې، ایټيایاېم او ایايمیو د فعالیتونو په اړه یې لري.
د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر شنونکو پر ټولنیزو پاڼو غبرګونونه ښودلي دي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د افغانستان په اړه د شهباز شریف زهرجنې او دروغجنې خبرې د یوې نوې دسیسې ښکارندویې کوي، دوی غواړي چې خپل ناولي لغوړن او خیرن لاسونه د افغان په لمن پاک کړي، او هغه څه چې دوی د ابزارو په توګه استفاده کول، په یوه بله طریقه استفاده کړي.»
دی وايي، په کار ده چې د یوې ستراتیژۍ په توګه دغه «دسیسه» مطالعه او مخه یې ونیول شي او په سیاست کې خوشباوري ترټولو غلط سیاست دی.
د سیاسي چارو شنونکي وحید فقیري پر خپلې ټوېټرپانې لیکلي: «په ملګرو ملتونو کې د شهباز شریف غیر مسولانه څرګندونې په کلکه غندم، د نړیوال تروریزم يو اصلي مرکز او مېله ځای پاکستان دی.»
دی وايي چې د افغانستان پرخلاف د پاکستان د لومړي وزیر «زهرجن پروپاګند» سرپرست حکومت کمزوری ښيي.
د پوهنتون استاد او شنونکي فیضمحمد ځلاند د شهبار شریف د یادو څرګندونې له ویډیويي کليپ سره لیکلي: «داسې ښکاري چې تاریخ به بیا تکرار شي، که موږ هوښیار نه شو!»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










