ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهباز شریف ته د کرزي ځواب: ترهګر په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه د افغانستان خلاف کارول کېږي

شهباز شریف ته د کرزي ځواب: ترهګر په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه د افغانستان خلاف کارول کېږي

author avatar
25 Sep 2022 - 00:06
شهباز شریف ته د کرزي ځواب: ترهګر په پاکستان کې دي او له هماغه ځایه د افغانستان خلاف کارول کېږي
author avatar
25 Sep 2022 - 00:06

اټلانټا (پژواک، ۲ تلی ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي، له کلونو راهیسې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مېشتې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷مې کلنۍ عمومي غونډې ته ویلي چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستانه د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

هغه زیاته کړې، پاکستان له نړۍوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له «لویو ترهګرو» ډلو لکه داعش، پاکستاني طالبان (ټي‌‌ټي‌پي)، القاعدې، ای‌ټي‌‎ای‌‎اېم او ای‌‎ايم‎‎‎‌یو د فعالیتونو په اړه یې لري.

د شهباز شریف دغو څرګندونو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم کلک غبرګون ښودلی دی.
د کرزي دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پخواني ولسمشر د شهباز شریف څرګندونې ناسمې او له واقعیته لرې بولي.

حامد کرزی زیاتوي، د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی؛ یعنې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالیږي.

پخواني ولسمشر د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان پر خلاف له ناسمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو اړیکو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي: «اسلامي امارت یو ځل بیا دا اندېښنې ردوي او خپل موقف نړۍوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پر ضد ونه کارول شي او نه فعلاً دلته کوم وسله‌وال ګروپ شتون لري.»

سرچینې زیاته کړې چې نړۍوال دې د بې‌ځایه اندېښنو او تورونو پر ځای له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل له مخې وړاندې تګ وکړي او د رسنیو او اعلامیو پر ځای دې خپل نظرونه او اندېښنې ورسره مخامخ شریکې کړي.

د یادونې ده، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن په ارګ کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د رسنیو او دولتي ادارو د استازو د فعالې ونډې اخيستنې ستاینغونډې ته وویل، ځيني نړۍوال او ګاونډي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې افغانستان ناامن وښيي، خو دلته امن راغلی او باید هرکلى یې وشي.

Visits: 1071

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.