[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): په افغانستان کې د قطر سفارت ویلي چې د کابل هوايي ډګر کې یې د تخنیکي ډلې کار پای ته رسېدلی دی.
یاد سفارت د تلې په ۲مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې یادې تخنیکي ډلې د کابل هوايي ډګر په رغولو کې له نړۍوالو معیارونو سره سم مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت له یوه اماراتي شرکت ګاک (GAAC) سره تړون لاسليک کړی؛ دا شرکت د افغانستان د څو هوايي ډګرونو او هوايي چلند مسوولیت پر غاړه لري.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، دغه بیارغونه افغانستان ته د بشري او پرمختیايي مرستو رسولو او هوايي چلند عادي کولو برخه کې ډېره اړینه وه.
Qatari technical team concludes its work at Kabul International Airport pic.twitter.com/cOQC286GUb
— سفارة قطر -كابول (@QatarEmb_Kabul) September 24, 2022
د تېر کال په اګسټ میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ترکیې او قطر په ګډه د کابل هوايي ډګر د بیارغولو چارې پر مخ بیوې.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دا یو بشري او تاریخي ماموریت بللی دی.
سرچینې زیاته کړې، دې تخنیکي ډلې د تېر کال له تحول وروسته د کابل هوايي ډګر په بیا پرانیستلو او فعال ساتلو کې مهم رول درلود.
[/restrict]
Views: 737
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن