[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): د امریکا سفارت وایي چې اوس هم دوی له افغانستان سره تر ټولو ستر مرستهکوونکی هېواد دی او له تېر یو کال راهیسې یې ۱،۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارزدافیرې مېرمن کرن ډیکر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلې دي.
د یادونې ده، تېر کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا خپل سفارت قطر ته انتقال کړ او اوس له هغه ځایه فعالیت کوي.
مېرمن کرن ډیکر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ماموریت مشري کوم، موږ د افغانستان له استازو او خلکو سره خبرو ته چمتو یو، رښتینو او خپلواکو اړیکو ته سترګې په لاړ یم."
https://twitter.com/USAmbKabul/status/1573629575598379009?s=20&t=JgoNruO3MxUSB5N983uQgQ
هغې زیاته کړې چې له خپلو نړۍوالو متحدینو، شریکانو او نړۍواله برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د مېرمن کرن ډیکر په وینا، په دې ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دي او دا په خپله په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړې نښه ګڼل کېږي.
د امریکا سفارت نوې شازدافیرې زیاته کړې، د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازېنی ستر تمویلونکی هېواد دی.
د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې را هیسې یې هېواد له افغانستان سره له ۱،۱ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
دې زیاته کړې: "پر لومړنیو اړتیاوو برابرولو سربېره، موږ د هغو پروګرامونو ملاتړ کوو چې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي."
د یادونې ده، پرون هم د امریکا د بهرنیو چازو وزارت له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP