کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې په ساحه کې یې د موټرو د غلا په تور د غلو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «پولیسو د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې د غلو یوه ۷ کسیزه مسلکي ډله نیولې چې موټر یې تښتول.»
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه غله له ۴ غلا شوو موټرو سره یو ځای نیول شوي او ترلاسه شوي موټر خپلو مالکینو ته وسپارل شول.
سرچینه زیاتوي چې د نیول شوو غلو دوسيې یې بشپړې کړې او اړوند ارګان ته یې استولې دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ د دفتر لوی مدیر قاري محمدقاسم ایوبي په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې په تېرو ۱۵ ورځو کې د کابل د (۴، ۱۱، ۱۲ او ۱۵) حوزو په ساحو کې ۳ کرولا، ۲ سراچه، یو مرسډیز او یوه ریکشا له غلو نیول شوي او مالکینو ته یې سپارل شوي دي.
خو هغه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې د دغو غلا شوو موټرو په تړاو یې څو کسان نیولي دي.
امنیه قومانداني په داسې حال کې د غلو او غلا شوو موټرو د نیولو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د موټرو د غلاوو پېښې ډېرې شوې دي.
Views: 272
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن