Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې خلک د ګرځند بازارونو له جوړېدو خوښ دي

هلمند کې خلک د ګرځند بازارونو له جوړېدو خوښ دي

author avatar
25 Sep 2022 - 15:57
هلمند کې خلک د ګرځند بازارونو له جوړېدو خوښ دي
author avatar
25 Sep 2022 - 15:57

لښکرګاه (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ ګرځند بازارونه جوړېږي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت عام خلک د یادو بازارونو له جوړېدو خوښ دي او وايي، له یوې خوا د اړتیا وړ توکي د بازار په پرتله په ټيټه بیه ترلاسه کوي او له بلې خوا ډېری کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

په دغو بازارونو کې د لویو ښارونو په څېر د پېرلو لپاره هرڅه موندل کېږي.

لښکرګاه ښار ته څېرمه یوه ګرځنده بازار ته د میرزا خان په نوم ورغلي کس پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ خوښ يو چې له خپلو کورونو سره نږدې په جوړ شویو مېله ځایونو کې د کورنۍ د اړتيا وړ توکي د لویو ښارونو په پرتله په ټيټه بيه ترلاسه کولای شو.»

ده زیاته کړه چې ډېری خلک دغو بازارونو ته د کار لپاره هم راځي او هر څوک یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کولای شي.

د نبي‌جان په نوم یوه کس - چې یاد بازار ته يې خوراکي توکي د پلورلو لپاره راوړي - پژواک ته وویل، دلته د اوونۍ په ټولو ورځو کې ډول ډول مېلې جوړېږي، خلک هم د تفریح لپاره ورځي او هم د اړتیا وړ توکي پېري.

نوموړي وویل: «په دغه محلي کارځایونو کي په زرګونو کسان په کار اخته دي، د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره هر څوک کار پکې کوي.»

یادو بازارونو ته پر ځايي خلکو سربېره، د هېواد له نورو ولایتونو هم ګڼ شمېر کسان ورځي.

د عین‌الدین په نوم یو کس له غزني ولایته ورغلی او وايي، د ځان د بوختيا او ګټې‌وټې لپاره يې هلمند ټاکلی او له خپل کاره راضي دی.

نوموړی د خولیو کاروبار کوي او وايي: «کله ۵۰۰ او کله ۶۰۰ افغانۍ پيدا کوم، له خپل کاره راضي یم.»

بل خوا، د لښکرګاه ښاروالي وايي چې د یادو بازارونو د لا ښه کېدو لپاره يې هڅې روانې کړې دي.

د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمدطاهر ابشار پژواک ته د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، دوی له عامې روغتیا ریاست سره په ګډه هڅه کوي چې په بازارونو کې د خوراکي توکو د کیفیت او تاریخ کلکه څارنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.