ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو

نورستان کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو

author avatar
26 Sep 2022 - 13:54
نورستان کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو
author avatar
26 Sep 2022 - 13:54

 پارون (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو‌اېف‌پي) په لګښت، ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو چې د ولسوالۍ مرکز یې د اږوک درې له اپراشتال کلي سره ونښلوه.

د دغه سړک جوړولو چارې د شپول په نوم یوې موسسې پر غاړه وې چې د شپږو میاشتو په موده کې یې بشپړې کړې.

د یادې موسسې مسوول انجنیر شېرشاه پژواک خبري اژانس ته وویل، د وانټ وایګل ولسوالۍ له مرکز څخه د اږوک درې تر اپراشتال کلي ۱۰ کیلومتره سړک په شپږو میاشتو کې په خام ډول جوړ شو.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د سیمې سلګونه خلک پر کار ګومارل شوي وو چې په یاده موده کې پرې ۱۲زره بورۍ پنځوس کیلويي اوړه او نور خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان‌الله موحد د یاد سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هڅه کوي د موسسو په مرسته په ورته توګه نور سړکونه هم جوړ کړي څو سیمې له یوه او بل سره ونښلي.

د نورستان امنیه قوماندان مفتي محمدیوسف جمالزي وویل، د وانټ وایګل ولسوالۍ له مرکزه د اږوک درې تر اپراشتال کلي د ۱۰ کیلومتره سړک جوړېدل د نورستان د مرکزي او ختیځو سیمو د نښلولو پر لور ګام دی.

ده له اړوندې موسسې وغوښتل چې دغه سړک لا پسې وغځوي څو وانټ وایګل ولسوالي له کامدېش ولسوالۍ سره ونښلي.

د سیمې مخورو هم – چې د سړک د پرانیستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و – غوښتنه وکړه چې دغه سړک دې لا پسې وغځول شي.

قومي مشر مولوي لطف‌الله وویل، مخکې د سیمې اوسېدونکو په ډېر کړاو پر غرنیو لارو او ګړنګونو تګ راتګ کاوه او هر کال لس – دوولس کسان د خوړ پر سر له پلونو د وایګل درې سیند ته غورځېدل، خو اوس به دا ستونزه حل شي.

خو ده غوښتنه وکړه چې دغه سړک دې د ۲۵ کیلومتره په واټن نور هم وغځول شي، څو وانټ وایګل ولسوالي له کامدېش ولسوالۍ سره ونښلي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې له واما ولسوالۍ پرته نورې ټولې ولسوالۍ یې له مرکز پارون سره د سړک له لارې نه دي نښلول شوې.

د تېر جمهوري نظام پر مهال پر درېیو پروژو کار روان وو، څو د نورستان مرکز د سړکونو له لارې له ولسوالیو سره ونښلول شي؛ خو په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته یې کارونه په ټپه درېدلي دي.

ټاکل شوې وه، د ختیځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالۍ د ګامه سړک په وسیله، د غربي نورستان درې ولسوالۍ نورګرام، مندول او دواب د تتین سړک په وسیله لومړی له واما ولسوالۍ او بیا له مرکز پارون او همدارنګه د وانټ وایګل ولسوالي د چتراس- جودا سړک له لارې له مرکز پارون سره ونښلول شي.

Views: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.