Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه ترلاسه شوې ده

فراه (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د فراه د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د عملیاتو په پایله کې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عملیات تېره شپه د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې شوي چې په پایله کې یې یوه اندازه وسلې او مهمات نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې لیکلي: «په نیول شوو وسلو او مهماتو کې یو  راکټ، ۴ کلاشینکوفونه، یو پنج تیر ټوپک، ۱۲۴ د راکټ مرمۍ، ۵ د راکټ غټې مرمۍ، ۲۲ لاسي بمونه، یو چسپکي ماین، ۱۰۰ د راکټ پټاسونه، ۵ د هاوان مرمۍ، ۵ مخابرې، ۳۶ د کلاشینکوف شاجوران، سلګونه د دهشکې مرمۍ، زرګونه د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، یو دوربین او نور شامل دي.»

خو دې ادارې دا نه دي ویلي چې د وسلو د دې زېرمې په تړاو یې څوک نیولي او که نه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.