Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د مرنجان غونډۍ پر سر د تفريحي پارک جوړولو چارې پيل شوې

کابل (پژواک ۴ تله ۱۴۰۱): کابل ښاروالۍ د دې ترڅنګ چې وايي مرنجان غونډۍ به ډېر ژر په غوره تفریحي سیمه بدله شي، د دې غونډۍ پر سر د تفريحي پارک د جوړولو چارو د پيلولو خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مرنجان تپې پر سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل والي شیخ ندامحمد ندیم، د کورنیو چارو وزارت استازي او څو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

سرچينه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خولې ليکي چې مرنجان تپه به ډېر ژر په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د یاد تفریحي پارک د جوړولو په چارو کې د یوه یو لوی جامع جومات، کلینیک، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورتي لوبغالي، مېلمستونونه، د وسایطو پارکینګ، کانتین، اوږدۍ څوکۍ، سیوری ځای، کټارې، د زرغونو سیمو پراختیا، د اوبو د ښکلا فوارې او یو شمېر نور تاسیسات شامل دي چې په بنسټیزه توګه به جوړ شي.

سرچينه کاږي، یاد تاسیسات به د بېلابېلو ادارو له لوري د خصوصي داخلي سکتور په مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او بشپړ شي.

مرنجان تپه د کابل ښار بالاحصار ختيځ لور ته د څلور کيلومتره په واټن د ختيځ لوېديځ په اوږدوالي پرته لرغونې غونډۍ ده چې اوس د مرنجان او کله هم د نادرخان تپې په نوم ياده شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.