اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري او مل پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو پاکستان کې پر سېلابونو، د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
له یادې لیدنې وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن په ګډه خبري ناسته کې وویل: «تر دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې په افغانستان کې سوله راولي."
هغه زیاته کړه چې دوی اوس هم د یوه باثبات افغانستان غوښتونکي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خوړو امنیت برخه کې له پاکستان سره د لس میلیون ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.
بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو بیا وویل چې اوس یې په هېواد کې د زرغونې انرژۍ انقلاب وخت را رسېدلی او د امریکا په همکارۍ په دې برخه کې لسګونه پروژې پیلېدای شي.
بلاول بوټو زیاته کړه چې هېواد یې له امریکا سره پیاوړې اړیکې لري او دغو هېوادونو چې کله هم په ګډه کوم کار کړی، ستونزمن اهداف یې ترلاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP