ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د نورستان خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
27 Sep 2022 - 18:07
د نورستان خلک د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
27 Sep 2022 - 18:07

پارون (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د نورستان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات محدود دي او کیفیت یې دي چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

هغوی غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې مخابراتي او انټرنیټي خدمات پراخ شي او ټولې ولسوالۍ دې یې تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی ولایت دی چې د نورو پرمختیايي چارو ترڅنګ له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ هم بې‌برخې دی.

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کامدېش او منډول کې هیڅ‌راز مخابراتي خدمات نشته او خلک یې د یوې غږیزې اړیکې نیولو لپاره څو کیلومتره مزل کوي.

دی وايي، په پاتې پنځو ولسوالیو کې هم د مخابراتي خدماتو پوښښ له ۵۰ سلنې ټیټ دی او ډېر کلي له دغو خدماتو بې‌برخې دي.

د ده په خبره، له دې ور هاخوا بله ستونزه دا ده چې د مرکز پارون په ګډون په نورګرام او دواب ولسوالیو کې بیا د مخابراتي شبکو غږیز او انټرنیټي خدمات د پخوا په پرتله کمزوري شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د مرکز پارون بل اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته پخوا وخت نا وخت د سلام شبکې انټرنیټ کار کاوه، خو په دې وروستیو کې هیڅ کار نه کوي او نه پوهېږي چې ولې بند شوی دی.

د دغه ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله بیا وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ورځې له خوا انټرنیټ هیڅ کار نه کوي، خو یوازې د شپې له لسو بجو بیا تر سهاره د افغان بېسیم شبکې انټرنیټ کار کوي.

عبدالشکور اکبرزی – چې د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا په ریاست کې دنده لري – وايي، دولتي کارکوونکي له «وای‌فای» انټرنیټه استفاده کوي؛ ځکه د مخابراتي شبکو نیټ کمزوری او یا هم په نشت حساب دی.

د خلکو دا ستونزې مو د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له رییس مولوي محمدخالد فاتح سره شریکې کړې، هغه ټولې ستونزې ومنلې او ويې ویل، له تېر یوه کال راهیسې مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په دواب او نورګرام ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د غږیزو خدماتو ترڅنګ د انټرنیټ ۳جي خدمات هم وړاندې کوي، په برګمټال ولسوالۍ کې څو میاشتې مخکې د افغان بېسیم شبکې یوه پایه نصب شوه، د وانټ وایګل ولسوالۍ په وایګل کې هم د سلام شبکې د پایې پر نصبولو کار روان دی، مرکز ته مو پاتې نورو ولسوالیو ته د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو غځولو وړاندیز کړی دی.»

دی وايي، ډېر ژر به د نورستان په مرکز پارون کې د انټرنیټ ۴جي خدمات پيل شي خو کره نېټه یې و نه ښودله.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.