Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې لسګونه جریب د کوکنار او بنګو کښتونه واړول شول

غزني (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي، د نشه‌يي توکو د کرلو پر ضد یې کمپاین پیل کړی چې په دغه لړ کې یې د دغه ولایت په ګېلان، ناوه او مقر ولسوالۍ کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه وړي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د کرکیلې پر ضد کمپاین پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، که څه هم سږ کال بې موسمه اورښتونو او سېلابونو د غزني په ډېرو سیمو کې د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړي، خو هغه چې پاتې دي دوی یې د اړولو کمپاین پيل کړی دی.

دی وايي: «تر دې مهاله د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې پر یونیم جریب ځمکه کرل شوي کوکنار او پر ۷۴ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي، په ناوه ولسوالي کې پر ۴ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او پر ۵۵ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي دي او دا لړۍ روانه ده.»

د ده په خبره، دغه کمپاین به د یاد ولایت قره‌باغ، واغظ، جاغوري، مالستان، اجرستان، خواجه عمري، جغتو، ګېرو او اندړو ولسوالیو ته هم وغځوي.

بل‌خوا کروندګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د نشه‌يي توکو کرلو ته مخه کړې او چارواکو یې په داسې حال کې د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی چې حاصل ته رسېدلي دي.

د ګیلان ولسوالۍ یوه کروندګر پژواک اژانس ته وویل، د کمزوري اقتصاد له امله یې پر خپله ځمکه کوکنار او چرس کرلي او ډېر لګښت یې ورباندې کړی، خو اوس له منځه وړل کېږي.

دی وايي، که حکومت د اوبو غم وخوري او د بدیلو کښتونو په برخه کې مرسته وکړي، نو کروندګر به کله هم نشه‌يي توکي و نه کري.

د غزني اوسېدونکي بیا خوښ دي چې د نشه‌يي توکو د کرکیلې پر ضد کمپاین پیل شوی او غوښتنه کوي چې د دغو توکو کارولو، پېر او پلور پر وړاندې هم اقدام وکړي.

د غزني ښار اوسېدونکي منیراحمد حکیمي پژواک اژانس ته وویل، د نشه‌يي توکو کرکیلې او ورته اسانه لاسرسي لسګونه زره ځوانان پر نشو روږدي کړي، په کار ده چې د نشه‌يي توکو د قاچاق، پېر او پلور پر وړاندې هم اقدام وشي.

بل خوا، د غزني والي مولوي محمداسحاق اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نشه‌يي توکو پر ضد یې عملي مبارزه پیل کړې او د دغه کار لپاره کمېټې جوړې شوې، څو په ښار او ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او کارولو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي.

ده په دې برخه کې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې فیض‌اباد بازار ته څېرمه د چرسو او نورو نشه‌يي توکو د پروسیس ماشینونو د کشف او ضبطولو یادونه وکړه.

هغه دغه‌راز یادونه وکړه چې د رییس‌الوزرا د حکم پر اساس به له ښاره پر نشو روږدي کسان هم راټولېږي او درملنه به یې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.