Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون خلاف خپرونې کوي، خپل فعالیتونه دې د نافذه قوانينو په چوکاټ کې تنظيم کړي”

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون وايي، هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون پر خلاف خپرونې کوي، د نافذه قوانينو په چوکاټ کې بايد خپل فعاليتونه تنظيم کړي.

دغه کمیسیون چې مشري يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خواه کوي، ۱۱ غړي لري او  د روان کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه یې خپله کار پيل کړ.

باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه کمیسیون نن غونډه کړې او په دغه غونډه کې د يو شمېر رسنيزو شکايتونو پر څېړنې سربېره د رسنيو لپاره د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو، ستونزو پر حل، مالیې پر معافیت، اسانتیاوو برابرولو او هغو رسنیو په اړه چې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو پر خلاف منفي پروپاګند کوي، خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، په یاده غونډه کې رسنۍ د نظام مهمه اړتیا بلل شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د قانون په چوکاټ کې به رسنیو ته لا زياتې اسانتیاوې برابرېږي.

سرچينه زياتوي، په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون پر خلاف خپرونې کوي، یو فرصت ورکړل شي چې د نافذه قوانينو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه تنظيم کړي.

سرچينې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.