Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ګونګیان او نابینایان د خپل ځانګړي ښوونځي لپاره ټرانسپورټ او ودانۍ غواړي

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زده‌کوونکي او مسوولين وايي، ښوونځی یې ودانۍ او د ټرانسپورټ اسانتیا نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، که د دغو شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکو د ټرانسپورټ ستونزه حل نه شي، نو ښايي په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار شي.

د ګونګيانو او نابینایانو ځانګړي ښوونځي مسوولينو په خبره، په دغه ښوونځي کې ګونګيانو ته د ليک لوست پر زده‌کړې سربېره، کسب هم ور زده کېږي چې په راتلونکي کې ګونګيان د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي او خپله ځانته نفقه وګټي.

د ننګرهار ولايت د ګونګيانو د ځانګړي ښوونځي امر سميع‌الله مفتون پژواک اژانس ته وويل، له دوی سره په ښوونځي کې د ۶۰ نجونو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

دی وايي، ۱۸ نابينا او شاوخوا ۱۵۰ ګونګيانو له دې امله زده‌کړې پرېیښې چې د تګ راتګ لپاره يې ټرانسپورټي اسانتياوې نه درلودې.

مفتون زياته کړه: «دې ښوونځي ته جمهوريت کې هم ډېر کار نه دی شوی، اوس لويه ستونزه د شاګردانو ټرانسپورټ دی؛ ځکه ډېر شاګردان نه شي کولای چې ښوونځي ته راشي، نو ډېر يې له زده‌کړو پاتې دي. د لېسې لپاره خپل ځای نشته، د ماشومانو کورنيو په خپل لګښت دغه ځای نيولی دی.»

دغه‌راز د ياد ښوونځي د يوې زده‌کوونکې نيا بي‌بي صبرجانې پژواک ته وويل چې هره ورځ خپله لمسۍ تر ښوونځي پورې راولي.

دې وويل: «له مجبورۍ دا کار کوم، ځکه د ټرانسپورټ توان نه لرو او لمسۍ مې نه شي کولای خپله ښوونځي ته لاړه شي.»

شاه ناصر چې د ګونګيانو په ښوونځي کې د څلورم ټولګي زده‌کوونکی دی، د خپل ښوونکي په همکارۍ يې پژواک ته په اشاروي ژبه وويل، په دغه ښوونځي کې يې پر ليک لوست سربېره ډېر نور څه هم زده کړي او کولای شي چې له فراغت وروسته ځانته کار روزګار برابر کړي.

۱۳ کلنه تورپېکۍ هم د یاد ښوونځي يوه زده‌کوونکې ده، هغه وايي، د ښوونځي د ودانۍ او ټرانسپورټ نشتوالی يې لويې ستونزې دي.

بلخوا، د ننګرهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر انجينر فضل‌باري نصرت پژواک سره خبرو کې دغه ستونزه تاييد کړه او ویي ويل، له يو شمېر نړۍوالو ادارو سره يې خبرې روانې کړې چې په دغه برخه کې همکاري وکړي.

دی وايي: «موږ پخوا يو کاسټر موټر درلود چې يوې موسسې اخېستی و، تېل او د ډريور پيسې يې د شاګردانو د بديل اعاشې له پيسو ورکول کېدلې، خو اوس دغه موټر موټر خراب شوی، نو د ټرانسپورټ سيسټم يې هم ځکه خراب شوی دی.»

د مسلکي او تخنيکي زده‌کړو امر د یاد ښوونځي د ودانۍ په تړاو وويل، پخوا د دولت د بودجې له خوا ورته کور کرايه شوی و، خو اوس چې امکانات نشته د زده‌کوونکو کورنۍ په مياشتني ډول پيسې راټولوي او د کور کرایه ورکوی.

د يادونې ده، د ختيځ زون په کچه د ګونګيانو په اتحاديه کې ۳۰۰۰ ګونګيان ثبت دي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

يوسف ظريفي

ايډېت: زهير

یعقوبي

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.