اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): پاکستان په داسې حال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو" پر شتون اندېښنه ښودلې چې د افغانستان حکومت هغه په کلکه رد کړې دي او چین ويلي، دا رغوونکې نه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په دوامدار ډول تورن او تر فشار لاندې ونیول شي.
د پاکستان او چين استازو دغه څرګندوې د تلې په پنځمه د افغانستان پر وخت له ماښام وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه.
دغې غونډې ته د ناروې، یوګاندا، هند، ایرلنډ، چین، بریتانیا، مکسیکو، کینیا، ګابون، برازیل، البانیا، متحده عربي اماراتو، روسیې، متحده ایالتونو، فرانسې، ایران، قرغیزستان او پاکستان استازو خبرې وکړې.
د پاکستان ځانګړي استازي منیر اکرم وويل چې هېواد یې د هغې ترهګرۍ په اړه چې په افغانستان کې پېدا کېږي او یا هلته کېږي، اندېښمن دی.
نوموړي د افغان له سرپرست حکومته وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
اکرم د پاکستاني طالبانو غورځنګ، داعش او القاعده ډلو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې هېواد یې د دغو ډلو ځپلو په اړه د ټولو اقداماتو ننګه کوي.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې دا ډول څرګندونې کړې وې.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د امریکا، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د استازو اندېښنې بېځایه او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي زیاته کړې وه چې د امریکا او پاکستان په ګډون د ځينو هېوادونو استازو په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر د موجودیت ادعا کړې چې هغوی په ملګرو ملتونو کې افغان حکومت ته د څوکۍ ورکولو ته نه دي تیار شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي وو چې له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د شتون په اړه د ځينو هېوادونو اندېښنې د ناسمو سرچینو پر بنسټ دي او حقیقت نه لري.
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي، له کلونو راهیسې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مېشتې دي او له هغه ځایه د افغانستان خلاف کارول کېږي.
ځینو شنونکو هم د شریف د یادو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې د ترهګرۍ اصلي مرکز پاکستان کې دی او د پاکستاني چارواکو یادې څرګندونې د یوې «نوې دسیسې» ښکارندویې کوي چې باید مخه یې ونیول شي.
بلخوا د هند استازي روچیرا کامبوج د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک ته په اشاره وویل چې د افغانستان له خاورې باید د پاکستان اړوند د لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د ترهګرو لپاره د پلان جوړونې، پناه ورکونې، روزنې او مالي تمویل لپاره کار وانه خیستل شي.
د چین استازي چینګ شوانګ وویل چې افغانستان له شلو کلونو جګړې وروسته د بیارغونې او سولې یوې مرحلې ته داخل شوی او اوس باید افغانان په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: «دا رغوونکې نه ده چې د افغانستان انتقالي حکومت په دوامداره ډول تورن او تر فشار لاندې ونیول شي.»
نوموړي دغه راز له افغانانو سره د مرستې او بیارغونې لپاره د افغانستان د شتمنینو پرېښودو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې دا شتمني باید ژر تر ژره افغانانو ته انتقال کړای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










