چاریکار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د کاپیسا په مرکز کې د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
یاد مارکېټ نن پنجشنبه (د تلې ۷مه) د کاپیسا ولایت د مسوولینو په ګډون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کاپيسا ولایت د مرکز محمودراقي ښاروال مولوي عبیدالله حسام وايي، د محمودراقي ښاروالۍ دغه سوداګریز مارکېټ د یادې ادارې د تشویقي بودجې د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت سره د ولایت په مرکز کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «د کاپیسا خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دغه مارکېټ هټۍ به په ډېره ټيټه بیه په کرایه ورکړو او په یاد مارکېټ کې ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.»
د کاپیسا والي قاري احسانالله بریال چې د دغه مارکېټ پرانیستي په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل: «موږ د هېواد د ابادۍ او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې ژمن یو او د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کوم چې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.»
د افغانستان د ښاروالیو عمومي رییس مولوي محمدنعیم نستعین ژمنه وکړه چې خلکو ته به خدمت کوي او ویلي یې دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ښاروالیو کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
له دې ټولو سره سره، د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکو د یاد مارکېټ جوړېدل د سوداګریزو توکو د پلور لپاره یو مشخص ادرس او ځای وباله.
د محمودراقي اوسېدونکی سمیعالله پر رغنیزو کارونو ټینګار کوي او وايي: «ډېر خوښ یو، هم مو ښار ورسره ښکلی کېږي او هم خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د محمودراقي یو بل اوسېدونکی لیاقت احساس وايي چې د دغه مارکېټ په جوړېدو سره د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې او ښار هم ورسره ښکلی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP