ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په سپین بولدک کې یوه سپین ږیري د ځانوژنې هڅه کړې خو ژغورل شوی

د کندهار په سپین بولدک کې یوه سپین ږیري د ځانوژنې هڅه کړې خو ژغورل شوی

author avatar
29 Sep 2022 - 14:52
د کندهار په سپین بولدک کې یوه سپین ږیري د ځانوژنې هڅه کړې خو ژغورل شوی
author avatar
29 Sep 2022 - 14:52

کندهار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه سپین ږیري د چاړې په وسیله د ځانوژنې هڅه کړې، خو د کورنۍ غړي یې ورباندې خبر شوي او د درملنې لپاره یې روغتون ته وړی دی.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سامېزو کلي یوه سپین ږیري حاجي خیرالله غوښتل ځان ووژني او په چاړه خپله غاړه پرې کړې، خو د کورنۍ غړي یې ورباندې خبر شوي او د امنیتي کسانو په مرسته یې په ټپي حالت کې روغتون ته رسولی دی.

هغه زیاته کړه، دغه کس تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

دی وايي، لومړني معلومات ښي چې یاد شوي سپین ږیري عصبي ناروغي لرله، ځکه یې د ځانوژنې هڅه کړې ده.

د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون اداري مدير مختاراحمد مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سپين ږیری ۷۰ کاله عمر لري چې په ټپي حالت کې ور وړل شوی او دوی یې درملنه کړې چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

دی وايي، د کورنۍ غړو یې ورته ویلي چې دغه سپین ږیري د عصبي ناروغۍ له امله د ځانوژنې هڅه کړې وه.

و مو غوښتل په دې تړاو د یاد شوی سپین ږیري د کورنۍ د غړو نظر هم واخلو خو و نه توانېدو.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې چې تر ډېره یې لاملونه رواني، اقتصادي، اجتماعي او د ژوند نورې ستونزې دي.

Views: 218

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.