کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د هند پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلين وايي چې له تېرو ١٣ مياشتو راهيسې بې برخليکه دي او هند ويزه نه ورکوي څو بېرته دغه هېواد ته ولاړ شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو بلخوا بیا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هڅې روانې دي څو د يادو محلصينو ستونزې ته رسېدنه وشي.
د یادو محصلینو له ډلې امرالله پژواک ته وویل، شاوخوا ۲۵۰۰ محصلین د بورسونو له لارې د هندوستان پوهنتونونو ته بريالي شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په دغو محصلینو کې د چا یو کال پاتې، د چا دوه کاله او د چا څلور میاشتې چې فارغ شي او څوک ورته نوي بریالي شوي.»
نوموړی وایي چې یاده ستونزه یې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
یو بل محصل علی اکبر پژواک ته وویل چې د هند په یوه پوهنتون کې د درېيم کال محصل دی.
هغه زیاتوي، دوه کاله یې په هند کې زدهکړې کړې خو تېر کال د کرونا ویروس خپرېدو له امله د پوهنتونو د رخصت پر مهال افغانستان ته راغلی خو تر اوسه یاد هېواد ویزه نه ده ورکړې چې بېرته ولاړ شي.
نوموړی وایي، شاوخوا ۱۳ میاشتې کېږي چې د هند ویزې ته په تمه دی خو تر اوسه یې نه ده ترلاسه کړې.
دغه راز یو شمېر نورو محصلینو هم ورته څرکندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل پژواک ته وویل: «زموږ هڅې روانې دې چي محصلين لاسرسی ولري انشاالله تعالی.»
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د هند کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د افغانستان اوسېدونکو ته ټولې مخکنۍ ورکړل شوې ویزې یې باطلې کړې دي.
سرچينې ويلي وو، هغه محصلین چې غواړي هند ته سفر وکړي، یوازې کولای شي په انلاین ډول د بېړنۍ الکترونیکي ویزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ولېږي.