ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار فرخار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

د تخار فرخار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

author avatar
29 Sep 2022 - 15:36
د تخار فرخار ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی
author avatar
29 Sep 2022 - 15:36

تالقان (پژواک، ۸ تله، ۱۴۰۱): د تخار امنیتي مسوولین وایي، د امنیت ښه ټینګښت له امله د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.

د فرخار ولسوال محمد اسماعیل فاروق وايي، په یاده ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو امنیت لا ښه ټینګ کړي او د خلکو بېوزلي له منځه یوسي چې په دې برخه کې تر دې مهاله لاسته رواړنې هم لري.

هغه وايي، د امنیت د تامین لپاره د هڅو په نتیجه کې سږ کال د تېر کال په پرتله په دې ولسوالۍ کې د داخلي سیلانیانو شمېر ډېر شوی دی.

هغه په دې اړه د کره شمېرې په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې یادې ولسوالۍ ته هره ورځ له ګاونډیو ولایتونو ډېر شمېر ګرځندویان د سیاحت لپاره ورځي چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې مثبت اغېز کړی دی.

فاروقي وايي: «تر اوسه د هيڅ مخالفې ډلې له لوري د کومې جګړې شاهدان نه یو، خو د اسلامي امارت په لومړیو کې په دې ولسوالۍ کې د حکومت یو شمېر مخالفین موجود وو، خو اوس تښتېدلي او له هېواده وتلي دي، اوس مهال کوم ګواښ نشته.»

د فرخار ولسوال ډاډ ورکوي چې د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارولو لپاره یې له ځینو همکارو موسسو سره خبرې کړې څو د ژمنيو او خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

په ورته مهال، د فرخار ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې امر مولوي عبدالولي ارشد وايي، په دې ولسوالۍ کې د امکان تر حده امنیت ټینګ شوی او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي څو ګډوډي رامنځته کړي.

هغه زیاتوي، حکومت د اوسنیو ستونزو په حل کې د خلکو مرستې ته جدي اړتیا لري، خلک باید ورسره مرسته وکړي، څو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو حل ته یوه لاره پیدا شي.

ارشد ټینګار وکړ چې که هر ګرځندوی یادې ولسوالۍ ته د سفر هوډ لري، د اسلامي حجاب په رعایتولو او د شریعت په چوکاټ کې کولای شي په ډاډه زړه سفر وکړي.

هغه خبرداری ورکوي چې فرخار ولسوالي ته له هغو ورتلونکو ښځو او نارینه وو سره چې اسلامي حجاب نه مراعاتوي، قانوني چلند کېږي.

دغه راز د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي هم د امنیت پر ټینګېدو خوښ دي خو د اقتصادي ستونزو په اړه بیا اندېښنه څرګندوي.

په دې ولسوالۍ کې یو قومي مشر قدرت الله وايي، په هېواد کې له وروستيو بدلونونو راهیسې د امنیت لا ښه ټینګښت شاهدا دي خو د پرمختیایي پروژو درېدو، د موسسو د فعالیت نه کولو او ورځ تر بلې د بېکارۍ کچې ډېرېدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

هغه له حکومتي مسوولینو غواړي چې خلکو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د یادولو ده، په فرخار ولسوالۍ چې زیات شمېر تفریحي ځایونه موجود دي چې هر کال ترې له بېلابېلو ولایتونو سلګونه سیلانیان لیدنه کوي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.