کابل – دويم تعقیب (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نامه ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله، ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د کابل امینه قوماندانۍ وياند خالد ځدران وايي، د کابل ولایت دیارلسمه حوزه کې د «کاج» په نامه ښوونیز مرکز باندې چې نن په کې د کانکور ازمایښتي اموزينې اخيستل کېده، ځانمرګی برید شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه بريد نن سهار شاوخوا اوه او پنځلس دقیقې رامنځته شوی دی.
ځدران زياتوي، لومړني معلومات ښیی چې په دغه بريد کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.
هغه زياتوي: «په ملکي اهدافو برید د دښمن غیرانساني قساوت او د اخلاقي معیارونو فقدان ثابتوي. تعلیمي او ښوونیزو مراکزو څخه هیله کوو، د خپلو ځانګړو پروګرامونو په اړه امنیتي حوزې په جریان کې پرېږدي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دشت برچي سيمه کې په روزنيزو مرکزونو کې چاودنې او بريدونه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP